د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې سلګونو خلکو د پاکستان پر ضد مظاهره وکړه

د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې نن په سلګونو خلکو د پاکستان له خاورې د راکټي حملو د دوام پر ضد مظاهره وکړه.

مظاهره کونکو له نړېوالې ټولنې او افغان دولت وغوښتل چې؛ باید پر پاکستان فشار راوړي ترڅو په کونړ له بریدونو لاس واخلي.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله ازادي راډیو ته وویل چې؛ د پاکستان له خاورې د دې راکټي حملو مساله به یو ځلي بیا له مرکزي حکومت سره مطرح کړي.

د راپورونو له مخې د تیرو څو کلونو راهیسیې د کنړ او نورستان په ځینو سرحدي سیمو د پاکستان له خاورې راکټي حملې کیږي.