مختار: د وږي په ۱۸مه به عربستان ته د افغان حاجیانو د لیږلو بهېر پیل شي

د افغانستان د حج اوقافو وزارت وايي، د روانې سنبلې میاشتې په اتلسمه نیټه به سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لیږلو بهېر پیل کړي.

د دې وزارت د معلوماتو په اساس سږ کال څلورویشت زره حج ته تلونکي افغانان د حج د فریضې د اداء کولو په نیت سعودي عربستان ته ځي.

په تیرو کلونو کې افغان حاجیانو د حج په پروسې له ځینو ستونزو شکایتونه کړي، خو د حج او اوقافو وزارت ژمنه کوي، چې سږ کال به د حاجیانو په لیږولو کې کومه ستونزه راپورته نشي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، د حج پروسې چمتوالی تقریبًا بشپړ شوی او ټاکل شوې د روانې سنبلې میاشتې په اتلسمه نیټه سعودي عربستان ته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره د ۲۴ زره کسانو لیږل پیل شي.

د حج او اوقافو وزارت د حج رییس فیض محمد مختار آزادې راډیو ته وویل ، چې سعودي عربستان ته به د حاجیانو د لیږلو لپاره له څلورو زونونو څخه دې هیواد ته پروازونه شروع شي:

"سږ ۲۴ زره حاجیان د حج د فریضې د اداء کولو په نیت سعودي عربستان ځي او خپل حج ادا کوي او اناشاالله بیرته به راشي،ټول کارونه بشپړ شوي دي صرف د ویزې اخیستلو مسله پاتې ده او د روانې میاشتې په ۱۸ نیټه د څلور زونونو څخه زموږ پروازونه شروع کیږي."

ښاغلي مختار زیاتوي، سعودي عربستان سږ کال ټولو هیوادونو ته د حاجیانو شل فیصده برخه کمه کړې.

نوموړي د دې علت په مسجدالحرام کې انکشافي کارونه وبلل.

همداراز د حج او اوقافو وزارت د حج د ریس په خبره د حاجیانو د لیږلو لپاره له اریانا، کام ایر او صافي هوايي شرکتونو سره قراردادونه شوي دي.

په تیرو کلونو کې د افغان حاجیانو د حج په پروسې کې ځینې ستونزې لیدل شوي دي او په دې پروسې کې د ادارې فساد ادعاوې هم شوي دي.

د حاجیانو په انتقال کې ځنډ رامنځ ته کیدل او په مکې مکرمې او مدینې منورې کې یې د اوسیدو د ځای ستونزه هغه مسایل دي چې حاجیانو یې په اړه شکایتونه کړي دي.

په تیرو کلونو کې د افغانستان د حج او اوقافو پخوانی سرپرست وزیر صدیق جګړي او د ترانسپورټ پخوانی وزیر حمیدالله قادري د حج په پروسه کې په اختلاس تورن شوي دي او لویې څارنوالۍ ته ور پیژندل شوي دي.

خو تراوسه پورې له دوی څخه یو هم توقیف یا محاکمه شوی نه دی.

بلخوا د حج او اوقافو وزارت چارواکي ژمنه کوي، چې سږ کال به افغان حاجیانو له ستونزو سره مخ نشي او لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال یو شمېر حاجیانو د یوه منظم سیستم له مخې خپل نومونه ثبت کړي او په ځینو ولایتونو کې د پچې اچونې له لارې خلکو ته د حج په پروسه کې د ګډون زمینه برابره شوې.

چارواکي وايي ،سږ کال د ۲۴ زرو تلونکو افغانانو له ډلې څخه به یې لس زره ښځې وي.

مرضیه احمدزۍ