لا هم په کابل ښار کې غیر قانوني سیمکارتونه خرڅيږي

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې تر نیمايي زیات خلک له مخابراتي خدماتو څخه ګټه اخلي او دا بهیر په ډېرې چټکۍ سره پر مخ روان دی، خو لاتر اوسه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت نه دی توانېدلی چې د غیر قانوني سیمکارتونو د خرڅلاو مخه ونیسي. د امنیتي ارګانونو په وینا، تر ډېره وسله وال مخالفین له دغو غیر قانوني او نه راجسترشوي سیمکارتونو څخه د ورانکاریو لپاره ګټه اخلي؛ چې دغه کار ډېر عام وګړي اندېښمن کړي دي. د مخابراتو وزارت هم دا ستونزه تاییدوي او وايي، تر اوسه یې یو شمېر مخابراتي شرکتونه جریمه کړي هم دي، خو لا هم په بازار کې غیر قانوني سیمکارتونه په اسانه پیدا کیږي، بلاخره دوی دې د دغه کار د مخنیوي لپاره پر یوې نورې تګلارې کار پیل کړی دی.