پر لویو لارو د خونړۍ ټرافیکې پښو د زیاتېدو علت؟

د ټرافیکې علایمو نه موجودیت، د موټر چلونکو بې تجربه ګي، د سړکونو غیر معیاري جوړښت، تل په هیواد کې د ترافیکي پیښو د رامنځ ته کیدو له مهمو عواملو څخه یاد شوي دي.

د لویې لارو ځینې مسافر او موټر چلوونکي دغه راز شکایت کوي، چې پر لویو لارو تراوسه پورې د ترافیکو پولیس نه دي ځای پر ځای شوي.

یوه له دې لویو لارو څخه چې پکې د نورو لارو په مقایسه ټرافیکې پيښې ډیري رامنځ ته کیږي، د کابل تورخم لویه لاره ده.

د دې لارې موټر چلونکې وايي، چې په دې لاره هیڅوک نشته چې د موټرو سرعت کنترول کړي او د ترافیکو قواعد عملي کړي:

"۱- زه محمد اسلم د دې لارې ډریور یم. مشکلات خو ډیر دي خو زه به کوم یو یاد کړم. څوک دي چې د دوی سرعت کنټرول کړي. موټر چلونکی چې څومره یې زړه وي په هغومره سرعت سره ځي.

۲- سید نظیر د تورخم د لاري ډریور یم. پر دې لاین مشکلات دا دي چې، ځینې موټر چلونکې په خپلو موټرانو کې شپیته اویا ټنه بار اچوي. پوښتنه نشته.

۳- زما نوم محمد طاهر دی د همدې لاین ډریور یم. مشکل دا دی چې ټرانسپورټیشن ډیر زیات شوی دی. دا سړک کافي ندی. دویمه خبره دا ده چې، پر لارو باید چک پوینټ و اوسي، کامرې و اوسي تر څو سړک کنټرول کړي. دا امکانات نشته."


دا کسان پر لویو لارو د پيښو د رامنځ ته کیدو بل لامل دا بولي چې، موټر چلونکې په مشخص سرعت سره نه ځي.

د ټرافیکو د ریاست د معلوماتو له مخې، یوازي تیر لمریز کال پر لویو لارو د ټرافیکې پيښو له امله شاوخوا اته سوه کسان مړه او څه باندي دوه زره نور ټپیان شوي دي.

دا چارواکي هم مني چې د لویو لارو لپاره تراوسه د ترافیکو تشکیل نشته، خو ددې تشکیل د رامنځته کیدو هڅې کوي.

د افغانستان د ټرافیکو رییس نظام الدین داد خواه پدې اړه آزادي راډیو ته وویل:

"د معیاري جادو ده نه موجودیت له امله موږ ډیرې ستونزې لرو. د لویو لارو لپاره امنیتي تشکیل شته خو ټرافیکو تشکیل نلرو. دا ستونزې شته خو د وخت په تیریدو سره به حل شي. "

ښاغلی داد خوا که څه هم پر لویو لارو ستونزې مني خو وایې، چې د تیر لمریز کال د لومړیو څلورو میاشتو په پرتله، روان کال پر لویو لارو د ټرافیکې پيښو په شمیر کې شل فیصده کموالی راغلی دی.

د ځینو راپورونو له مخې، په افغانستان کې د جګړو تر تلفاتو وروسته د ټرافیکي پيښو قربانیان زیات دي چې ځينې ورځي یې شمیر لسګونو کسانو ته هم رسیږي.