هندیه وايي، پلار یې له افغانستان سره بې کچه مینه درلودله

د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان لور شاه دخت هندیه وايي، پلار یې له هېواد سره بې کچه مینه درلودله.

امان الله خان له نن نه څلور نوي کاله مخکې د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه افغانستان خپلواکي واخیستله.

شاه دخت هندیه له خپلو خاطراتو څخه وايي، کله به چې له غازي امان الله سره چکر ته تله نو په بهر کې هغه منظرې چې؛ افغانستان ته به ورته وې، نو امان الله خان به موټر ودراوه او ویل به یې چې له لېدلو یې خوند اخلي.

د افغانستان د خپلواکۍ د ګټوونکي پاچا غازي امان الله خان لور وايي، کله چې یې پلار له انګریزانو څخه خپلواکي وګټله لومړۍ وینا یې دا وه چې؛ ټوپک کېږئ او قلم واخلئ ځکه چې بېسواده هېواد هیڅکله هم خپلواکه نه وي.

اغلې هندیه وايي، د امان الله خان په لس کلن دوران کې چې کوم کارونه وشول د هغه وخت د نړۍ په یوه هېواد کې هم دومره کارونه نه وو شوي، نجونو ته یې ښوونځي جوړ کړل، فابریکې یې جوړې کړي.

هغه وايي، پلار یې لوی لوی پلانونه درلودل چې عملي یې نه شو کړای:

"ډیر مهم کارونه یې هم وکړل او د خدای شکر باسو چې؛ هغه کارونه یې وکړل، مثلاً د افغانستان ټولو خلکو یو ډول حقوق درلودل.

داسې نه وو چې؛ هغه کس به یې د دې لپاره وزیر کاوه چې د پاچا د تره زوی، ورور او یا هزاره دې، هغه کس یې وزیر کاوه چې تکړه به وو.

د ښځو او نارینه وو، ترمنځ د مساوي حقونو قانون وروسته له دیرشو کلونو په غرب کې رسمی خو موږ پخوا درلوده."


شاه دوخت هندیه اوس په کابل کې اوسیږي او په ۱۳۹۰ کال کې د ازادۍ راډیو د کال غور شخصت هم وه.

هغې زیاته کړه، په هغه وخت کې چې شاه امان الله خان په افغانستان کې د مساوات کومې طرحې جوړې کړي په زیاتو اروپايي هېوادونو کې یې ساری نه لیدل کېده.

په کابل کې له ازادي راډيو سره په مرکه کې هندیې وویل، پاچا امان الله خان به په جلا وطني کې د خپل هېواد په اړه زیات فکر کاوه او هر وخت به یې ویل چې؛ افغانستان باید نورو هېوادونو په څېر پرمختګ وکړي:

«کوم کارونه چې غوښتل ډيری يي ترسره نشول، له دغو کارونو ډيری د ښځو په برخه کې وي، مثلا غوښتل چې ښځې باید دومره درسونه و وايي چې؛ د روغتون ټولې چارې پرمخ یوسي، چې نارینه راشي او په دې پوه شي چې دوي هم وړتیا لري.»

هندیه وايي چې؛ شاه امان الله به د افغانستان مشرانو کې له ښاغلي سردار محمد داود خان سره د افغانستان په اړه زیاتې خبرې کولې او له هغه سره یې مینه هم وه.

د شاه امان الله لور وايي، کله چې امان الله خان مړ کېده نو وروستۍ خبره هم د افغانستان په اړه وه:

"اخره کلمه یې چې لوستله افغانستان و ، کله چې یو څوک ناروغه وي څه ډول فکر به کړي څه وخت به یې چې ښایسته منظره ولېده ویل به یې بچیان چوپ شئ وګورئ دا لکه افغانستان داسې ده."

هندیه وايي چې؛ موږ به ټول په کور کې په دري غږېدو خو شاه امان به له خپلې مور سره په پښتو خبرې کولې.

هغه د خپلې مور په اړه وايي، کله چې امان الله خان په افغانستان کې پاچا و، مور یې ملکه ثریا په اوسنۍ ملالۍ لیسې کې ښوونکې وه.

رحمت الله افغان