نن له بریتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۹۴ کلیزه ده

نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته لاسته راوړلو له څلور نویمې کلیزې سره برابره ده.

د جمهوري ریاست په یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په همدې مناسبت د یو شمېر هېوادونو مشرانو جمهور رییس حامد کرزي ته د مبارکۍ پیغامونه رااستولي دي.

د ملي امنیت شورا پرون په خپلې غونډه کې تاکید وکړ چې؛ دا ورځ باید په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شي.

سږ کال به هم د نورو کلونو په شان جمهور رییس حامد کرزی د دفاع په وزارت کې د خپلواکۍ د منار مخې ته د ګلانو ګیډۍ کیږدي.

وروسته له هغې چې په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د مجاهدینو د بریالیتوب د کلیزې پر مراسمو وسله واله حمله وشوه، له هغه راهیسي افغان حکومت دا ډول ملي ورځې په مختصر ډول لمانځي.