موسی زی: د نظام بدلیدل یوازې د خلکو او قانون صلاحیت دی


راپور: نسیم شفق

په جرمني کې د ځینو مخالفو سیاسي څیرو د غونډې په غبرګون کې افغان حکومت وایي چې؛ په افغانستان کې د سیاسي نظام بدلول یوازې د قانون او خلکو له صلاحیتونو څخه دي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې؛ د افغان حکومت یو شمېر سیاسي مخالفان په دوه ورځنۍ غونډه کې د جرمني په مونیخ کې د افغانستان د سیاسي حالاتو په اړه د خبرو لپاره سره ټول شوي.

سیاسي څیړونکي هم له افغانستان څخه بهر دا ډول غونډې ګټورې نه بولي او ټینګار کوي چې؛ باید د افغانستان د وضعې او سیاسي نظام په اړه خبرې د هېواد په داخل کې وشي.

سره له دې چې؛ د افغان حکومت ځيني مخالف سیاسي ګوندونه د افغانستان د سیاسي وضعې په اړه د غونډو جوړول خپل حق بولي، خو افغان چارواکي ټینګار کوي چې د دې ډول غونډو لپاره دا مهال د دې هېواد په داخل کې شرایط برابر دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې؛ ټول سیاسي ګوندونه او اشخاص د افغانستان د سیاسي حالاتو په اړه د نظر ورکولو حق لري خو په دې هېواد کې د سیاسي نظام بدلیدل یوازې له قانوني لارو امکان لري.

د دې وزارت ویاند جانان موسی زی د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ د سیاسي نظام د تغیر پریکړه یوازې د قانون او خلکوصلاحیت دی:

"په اساسي قانون کې د افغانستان سیاسي نظام ډیر روښانه دی، که چیرې په دې هېواد کې د سیاسي نظام د بدلیدو په اړه خبرې کیږي دا د هرافغان حق دی.

دا نه ده مهمه چې په دې اړه بحث کوونکي له سیاسي مخالفینوڅخه وي او که نه، خو که چیرې خبره دا وي چې د افغانستان سیاسي نظام تغییروکړي او که نه دا د افغانستان د خلکو حق دی او یوازې اویوازې د یوه قانوني میکانیزم له لارې امکان لري".


دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کیږي چې په افغانستان کې د پارلماني او غیر متمرکره نظام په هکله د بحث لپاره په جرمني کې د میشتو افغانانو او ځینو غیر دولتي سازمانو په ابتکار د جرمني په مونیخ کې دوه ورځنۍ غونډه جوړه شوې.

راپورونه وایي چې؛ د ملي جبهې مشراحمد ضیا مسعود، د اسلامي وحدت مشر حاجي محمد محقق، د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح او د جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند غړی فیض الله ذکي هم په کې ګډون لري.

په افغانستان کې د سیاسي نظام پرڅرنګوالی ،د سولې د پروسه اود را روانو انتخاباتو په اړه خبرې اترې د دې غونډې اصلي اجنډا بلل شوې.

تیر کال هم د یو شمېر امریکایی سناتورانو او د افغان حکومت د ځینو هغو مخالفوسیاسي څیرو په ګډون ورته غونډه په جرمڼي کې جوړه شوې وه چې ویل کیږي ترډیره په افغانستان کې د غیرمتمرکزه یا فدرالي نظام پلویان دي.

یوشمیرسیاسي څیړونکي د افغانستان اوسنیو حساسوشرایطو ته په پام وایی چې دا ډول غونډې باید د دې هیواد په داخل کې جوړې شي.

داوود سلطانزوي د مونیخ د غونډې ګډونوالو ته په اشاره آزادي راډیوته وویل چې ځینې سیاسي څیرې هڅه کوي چې د بهرنیو هیوادونوله لارې له سیاسي پلوه په دې هیواد کې ځانونه مطرح کړي:

"موږ باید د افغانستان د ملي ګټو په نوم د خپلو شخصي ګټولپاره غونډې جوړې نکړو،د افغانستان خلک مونږ پیژني او له مونږ نه نور په تنګ شویدي.

اوس نو مونږ بهرنیو هیوادونو ته ځو ماسکونه اغوندو او هڅه کوو چې پرخلکو ځانونه تحمیل کړو.

کوم کسان چې دا ډول غونډې جوړوي د افغانستان حساسیتونه دې په پام کې ونیسي او بیا دې دا هیواد د خطرکندې ته نه ور ټیل وهي".


د افغان حکومت یوشمیرسیاسي مخالفینوتردې وړاندې ویلي چې باید ولایتي چارواکو ته ډیرصلاحیت ورکړل شي ترڅو هغوی وتوانیږي خپل اجرآت او فعالیتونه چټک کړي.

خو د سیاسي چارو ځينې کتونکي او خلک ترډیره په دې باور دي چې دا ډول څرګندونې د فدرالي نظام د رامنځ ته کولو هڅه ده،دوی فدرالي یا غیرمتمرکزه نظام په اوسنیوشرایطوکې د افغانستان په زیان بولي او وایی دا خطرهم شته چې افغانستان تجزیه کړي.