خدمتګار: جنګسالاران دا ځل واک ته رسېدل نا متمرکز نظام پلمه کوي

د کابل چاپ اکثرو ورځپاڼې په خپلو ننیو ګڼو کې د جرمني په مونشن ښار کې د حکومت د سیاسي اپوزیسیون د ځینو ډلو او د بهرنیو هېوادونو د کارپوهانو او سیاسي شخصیتونو ترمنځ د روانې غونډې په اړه مقالې او تبصرې لیکلي دي.

خدمتګار ورځپاڼې د همدې غونډې په اړه د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې ليکلي: جنګسالاران دا ځل واک ته د رسیدو لپاره د فدرالي نظام د رامنځ ته کیدو په لټه کې دي.

په مطلب کې راغلي، د مونشن د غونډې ګډونوال پوهیږي چې فدرالي نظام د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دی ځکه خو یې بهرنیانو ته مخه کړې ده.

په مطلب کې د مشرانو جرګې د یوې غړې بلقیس روشن نظر هم راخیستل شوی چې ویلي یې دي، د مونشن په غونډه کې راټول شوي کسان جنګي مجرمین دي او غواړي د بهرنیانو په مرسته واک ته ورسیږي.

سرنوشت ورځپاڼې هم د دې غونډې په اړه په یوې مقالې کې لیکلي، چې په افغانستان کې د بهرنیانو د لاسوهنو له ترخو تجربو سره سره د حکومت د سیاسي اپوزیسیون ځینې غړو یو ځلې بیا د دې هېواد د راتلونکي په اړه په بهر کې غونډه کړې.

په مطلب کې راغلي چې؛ دې غونډې ته د ملي جبهې مشر احمد ضیا مسعود، د جنرال عبدالرشید دوستم استازی فیض الله ذکي، محمد محقق او د ملي امینت پخوانی رییس امرالله صالح هم ورغوښتل شوي دي.

سرنوشت د دې غونډې په اړه د ځینو افغان کتوونکو نظر هم راخیستی چې؛ ویلي یې دي، د افغانستان د برخلیک په اړه په بهر کې د غونډو جوړول د افغانانو په زیان او د بهرنیانو په ګټه دي.

ملي آرمان ورځپاڼې د مونشن د غونډې په اړه په خپل یوه مطلب کې ددې غونډې د ځینو ګډونوالو د وینا مهم ټکي راخیستي دي.

په مطلب کې د ملي جبهې د مشر احمد ضیا مسعود له قوله راغلي چې افغانستان د اوسني نظام له امله له بیلابیلو ستونزو سره مخ دی.

ملي ارمان لیکلي چې د مونشن په غونډه کې سربیره پر افغان سیاستوالو د امریکا، بریتانیا، پاکستان، هند او ایران د سیاسي چارو کارپوهان هم ګډون لري.

محور ورځپاڼې بیا په خپل یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې د مونشن غونډه د ځینو بهرنیو هیوادونو د استخباراتي کړیو له خوا د افغانستان د تجزیې لپاره جوړه شوې.

محور په خپلې سرمقالې کې ليکلی، له مخکې داسې اندیښنې موجودې دي چې یو شمیر هیوادونه په افغانستان کېد ملوک الطوایفي او فدرالي نظام رامنځ ته کیدو ته هڅې کوي.

هشت صبح ورځپاڼې هم په خپلې ننۍ ګڼې کې د مونشن د غونډې په اړه یو راپور خپور کړی.

د هشت صبح په راپور کې راغلي، دغه غونډه په جرمني کې د یوه افغان بنسټ له خوا چې د مونیخ پروسه نومیږي جوړه شوې ،چې دافغانستان دامنیت او راتلونکو انتخاباتو په ا ړه په کې خبرې کیږي او له پاکستان ،ایران ،امریکا ،ترکیې او ځینونور هېوادونو څخه هم یو شمېر افغانانو دسکایپ له لارې خپل نظرونه په کې څرګند کړل.