د افغان حکومت د سیاسي مخالفینو ځینې ډلې په جرمني کې غونډه کوي

د افغان حکومت د مخالفو سیاسي ډلو ځینې مشران نن په جرمني کې په هغې غونډه کې برخه اخلي چې د افغانستان د فدرالي او پارلماني نظام په اړه خبرې په کې کیږي.

دغه غونډه د جرمني د یوه نادولتي سازمان او په هغه هیواد کې د میشتو افغانانو له خوا د دوو ورځو لپاره په مونیخ کې جوړیږي.

د احمد ضیا مسعود په مشرۍ د ملي جبهې یوه ویاند سردار محمد رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې د راتلونکو انتخاباتو او د سولې د بهیر په اړه هم خبرې کیږي.

"انتخابات، سوله ، د نظام پارلماني کیدل او د غیر متمرکز نظام په اړه بحث هغه څلور اساسي مسایل دي چې د جرمني په مونیخ ښار کې به د دوو ورځو لپاره په یوه بحث کې وڅیړل شي."

تراوسه افغان حکومت ددې غونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا تردې یې د دارنګه غونډو جویدل د افغانستان په چارو کې د بهرنیانو لاسوهنه بللې وه.