پکتيا : ۱،۳ مېلونه نفوس او پينځه ښځينه ډاکټرانې

په پکتيا کې د ښځينه ډاکټرانو کموالي او نشتوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي دي او شکايت کوي چې د مور او ماشوم د مړينې کچه زياته شوې او په دغه ولايت کې نفوسو شمېر له يو ميلون څخه اوړي خو په ټول ولايت کې پينځه ښځينه ډاکټرانې لري.

د پکتيا اوسېدونکي شکايت کوي چې ولادي ناروغان يې د ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

د دې ولايت د لرو پرتو ولسواليو اوسېدونکي يې په سيمو کې د ښځينه ډاکټرانو او قابله ګانو نشتوالي خبره کوي وايي په روغتيايي مراکزو کې يې د ښځينه ډاکټرو نشتوالي د مور او ماشوم ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

د سرحدي ډنډې پټان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي په ولسوالي کې یې يوه ښځينه ډاکټره هم نشته، کله يې چې د کورنۍ او يا ګاونډ کومه مېرمن ولادي ناروغي ولري، نو د درملنې لپاره يې د ډيورنډ له کرښې ها خوا کورمې ايجنسۍ ته اړوي.

دا ولسوالي له پاړاچنار څخه شاوخوا ۱۵ کيلومتره لرې پرته ده، د اوسېدونکو په خبره يې چې کله هم خپل ناروغان له ډېورنډ فرضي کرښې اړوي نو له ډېرو ستونزو سره مخامخېږي.

يوازي د ډنډ‌ې پټان ولسوالي اوسېدونکي د ښځينه روغتياپالو له نشتوالي سره نه دي مخ، د دې ولايت د ځاځي اريوب، څمکني، لجه منګل ، جاني خېل ، وزې ځدراڼ، ګرده څېړۍ ، احمدخېل او ښواک ولسواليو اوسېدونکي هم له ورته مشکلاتو سره مخ دي.

د وزې ځدراڼو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په سيمه کې کلينيک لري خو روغتون نشته او نه ښځينه ډاکټرانې لري، دوی وايي چې ناروغان يې ډېر وخت روغتون ته د وړلو په حال د سړک د خراب والي له وجې په لار کې ژوند له لاسه ورکوي.

د څو تنو پکتياوالو نظرونه اورو چې په خپلو سيمو کې د شته مشکلاتو په اړه راته وايي :

” سېلاب روان يم، د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکی، کله چې مريضان راته پيدا شي دلته خو ښځينه ډاکټرانې نشته يا يې له سرحده اړوو او يا يې ګردېز ته وړو، ډېر وخت په لاره کې ژوند له لاسه ورکوي او هغه له منځه ځي يا مور يا ماشوم او يا دواړه په لاره کې مري “

”زه د مچلغو اوسېدونکی يم، مشکلات شته، زما خپله تېنداره وه يو وار مې کلينيک ته راوړه بيا هلته ډاکټره نه وه بيرته مې ګردېز ته راوړه، دلته قابله ګانې وې مريض خطرناک وو چې کابل ته مو روانه کړه تېرې ته نه وو رسېدلي چې هغه دواړه مړه شول“


دا مهال په ټوله پکتيا کې د درې روغتونونو په ګډون ۴۳ کلينيکونه شته چې پکې پينځه (۵) تنه MD ډاکټرانې کار کوي او نورې دوه يې بيا د روغتيا رياست اداري چارې په مخ وړي.

د پکتيا د روغتيا رياست سرپرسته ډاکټر نازدانه پکتيا وال د خلکو دغه ستونزه پر ځای ګڼي او په وينا يې د ښځينه ډاکټرانو د نشت لاملونه، کم معاش او امنيي ستونزې دي.

نوموړې وايي د ولايت ډېرې MD ډاکټرانې يې د نورو ولايتونو په شخصي کلينيکونو کې کار کوي، د دې په خبره ښځينه روغتياپالو ته د دولتي روغتيايي مرکزونو په پرتله په شخصي هغو کې زيات معاش ورکول کېږي نو له امله يې د ښځينه ډاکټرانوشمېر په دولتي روغتونونو کې کم دی.

” يوازينی دا علت دی چې اکثره يې د معاش کموالی يادوي، چې ډېرو ته يې د کور کرايه هم نه پوره کوي په شخصي کلينيکونو کې په نورو ولايتونو کې دوی ته زيات معاشونه ورکول کيږي“

ډاکټر نازدانه پکتيا وال وايي دا مهال ۱۸ ښځينه (MD) ډاکټرانو ته اړتيا لري خو تر اوسه پورې هيڅ داسې مرجع نشته چې د دوی غوښتنو ته ځواب ووايي او هغه ستونزې راکمې کړي چې د ښځينه روغتياپالو د نشت په صورت کې موجودې دي.

دا وايي چې د ښځينه ډاکټرانو او روغتياپالو د نشتوالي او کموالي له وجې د مور او ماشوم د مړينې کچه هم زياته ده.

په ګردېز کې د ډاکټرانو د ټولنې مسولين وايي که چېرته ښځينه ډاکټرانو ته د خوندي امنيت زمينه برابره شي نو د کمو تنخواګانو په صورت کې هم ښايي ډېرې ډاکټرانې دندې اجرا کېدو ته حاضرې شي.

د ډاکټرانو د ټولنې مرستيال ډاکټر نعيم احمدزی وايي چې د پکتيا ځينو سيمو او لرو پرتو ولسواليو ته ښځينه څه،چې نارينه هم د ناامني او د ژوند د اسانتياوو د نشتوالي له کبله زړه نه ښه کوي، د ده په خبره هغه امکانات چې د عامې روغتيا وزارت او رياست يې بايد د دوی له پار ه اماده کړي نشته او خلک له ستونزو سره مخ دي :

”په پکتيا کې خو هغه امکانات چې د ښځينه ډاکټرانو له پاره برابر شي نه دي برابر، نارينه د امنيتي ستونزو له وجې لرو پرتو سيمو ته نه شي تللی نو ښځينه خو بيخي نه شي تللی، نو که چېرته اسانتاوې رامنځ ته شي ښايي په دې برخه کې شته مشکلات حل شي“

پکتيا چې د هيواد د سهيل ختيځ زون مرکزي ولايت دی، ديارلس ولسوالۍ لري او د ځينو احصايو له مخې يې نفوس له ۱،۳ ميلون څخه اوړي.

په دې ولايت کې روغتيايي ستونزې يوازې د ښځينه ډاکټرانو تر کمښته محدودې نه دي، بلکې په ټولييز ډول د روغتيايي کارکوونکو کموالی، غير مسلکي والی، ناسم او بې کيفته درمل، د روغتيايي مرکزونو کموالی هم د يادولو وړ دي.

راپور - داود تپان- پکتيا