د امریکا استازیو جرګې پر ایران د نوي بندیزونو لایحه تصویب کړه

د امریکا استازیو جرګې هغه لایحه تصویب کړه چې د ایران د نوي جمهورریس د کار له پیلیدو مخکې پردې هیواد نوي بندیزونه لګوي.

دغې لایحې ته ۴۰۰ مثبتې اودوه منفي رایې ورکړل شوې.

د دغی لایحې له مخې د ایران د تیلو پرصادراتوبندیزلګول کیږي او هدف یې په ورځ کې د یومیلون بیرل تیلوکمول دي چې تر۲۰۱۵ کال پورې به په ټوله نړۍ کې د ایران د تیلو پلورل ختموي.

د دغې لایحې له مخې ټول هغه شرکتونه چې په کانونو او ساختاني سکتورونو کې فعالیت کوي په تورلست کې شاملیږي.

دغه بندیزونه د ایران د اټومې پروګرام د درولو په مقصد لګول کیږي. امریکا اویوشمیرنورلویدیځ هیوادونه شک کوي چې ایران په پټه د اټوم بم جوړولو هڅه کوي خو تهران دغه ادعاردوي.

د امریکا د مشرانو جرګه به په سپټمبر میاشت کې د دغې لایحې په اړه رایې اخلي.