زابليان د نرخونو له لوړېدو سر ټکوي

د زابل اوسېدونکي وايي، مخکې هم په دغه ولايت کې د خوراکي او غير خوراکي توکو بيې ښې لوړې وې، خو وايي، د روژې تر راتلو وروسته اوس دومره لوړې شوې، چې د ځينو خوراکي توکو اخيستل خو د ډېرو کسانو له وسه وتلې خبره ده. دوی وايي، ښاروالۍ بايد يوه ډله ولري، چې په ښار کې نرخونه وڅاري.

زابليان وايي، د روژې له پيل کېدو سره يې په ولايت کې د ځينو خوراکي توکو بيې د نور کله په پرتله دوه برابره لوړې شوې، چې له امله يې اوس ځينې کورنۍ د اړتيا وړ لومړني شيان هم نه شي اخيستلای.

دوی وايي، د ولايت ډېری وګړي يې د دوبي په ټکنده ګرمي کې مزدوري کوي او مازديګر چې ښار ته ولاړ شي، د نرخونو د زيات لوړوالي له امله تش لاس کورونو ته ستنېږي.

زابليان وايي، ښاروالۍ که يې د کال په نورو مياشتو کې څه نه شي کولای، په روژه کې خو دې دومره وکړي، چې د ځينو شيانو نرخونو دې د تېر په څېر په هماغه حال وساتي.

روزي محمد او محمد يونس همدغې ستونزې په مخه کړي دي:

"د روژې مياشت چې راغلې هر شی ورسره ګران شوي دي، له یوې خوا خلک غريبان دي، له بلې خوا اوړه، غوړي او نور مهم شيان ټول ګران شوي دي. په روژه کې خو بايد هر شی ارزانه کېدای خو دوی نور هم پسې ګران کړل."

"له اوړو را نيولې بېرته تر اوړو پورې هر شی ګران شوي دي. ښاروالۍ بايد د هر شي نرخ ليکلی وای او نرخنامه يې دوکاندارانو ته ځړولې وای، چې تر هغه يې بايد شيان ګران نه خرڅولای."

خو د عبدالجبار په نامه د زابل يو بل اوسېدونکی بيا وايي، که ښاروالۍ د ښار په بېلابېلو برخو کې خپل دوکانونه خلاص کړي او په هغه هغو کې ځينې خوراکي مواد په وړ بيه پر خلکو وپلوري، کېدای شي د ښار نور دوکانداران له مجبورۍ د خپلو موادو نرخونه ټيټ کړي:

"په ازاد بازار خو دوی دومره فشار نه لري، نو دولت دې راولاړ شي، منډه‌يي ته ورته ځايونه دې جوړ کړي، په هغو کې دې خوراکي شيان په ارزانه بيه خرڅوي، دوکانداران به په خپله مجبوره شي، نرخونه به ټيټ کړي"

د زابل د ښاروالۍ وياند سلېمانزی رښتين هم مني، چې د روژې له پيل راهيسې په دغه ولايت کې د ځينو شيانو نرخونه ډېر لوړ شوي دي. خو وايي، د ستونزې د ختمولو لپاره يې د ټول ولايت لپاره پنځه کسه ګمارلي چې وګوري، دوکاندارانو د څه شي نرخونه څومره لوړ کړي دي:

"دا رښتيا ده چې نرخونه ډېر لوړ شوي او خلک ورسره په تکليف دي. خو موږ يوه پنځه کسيزه ډله ټاکلې ده، چې په ښارونو کې وګرځي او نرخونه مالوم کړي، چې کوم لوړ شوي او کوم په خپل حال پاتې دي."

دا يوازې د سږ کال خبره نه ده، چې د روژې له پيل کېدو سره دې د خوراکي توکو نرخونو لوړ شوي وي، بلکې هر کال په دغو شپو ورځو کې دوکانداران همداسې کوي.

سيدشاه