سوپکو: د شبرغان د دارالمعلمین ودانۍ د ستونزو سربیره کارول کېږي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې مفتش په شبرغان کې د دارالمعلمین د جوړې شوې ودانۍ په اړه په خپل راپور کې ویلي دي چې؛ دا ودانۍ د روغتیايي او ساختماني ستونزو د لرلو سربیره کارول کېږي.

د جان سوپکو په وینا هغو شرکتونو چې؛ د دې ودانۍ د جوړولو قرارداد یې تر لاسه کړی وي خپلې ژمنې نه دي پرځای کړي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره ځانګړې امریکايي مفتش د چارشنبې په ورځ د شبرغان د دارالمعلمین د ودانۍ د بیا رغونې په اړه یو راپور خپو کړ.

جان سوپکو په خپل دې راپور کې وايي، د دې ودانۍ د جوړولو کار چې څلور کاله مخکې پیل شوې اوس هم بشپړه شوې نه ده. د نوموړي په وینا دا په دې برخه کې د شویو ژمنو څخه د سرغړاوي یوه نمونه ده.

په دې راپور کې د امریکا ځانګړې مفتش ویلي دي، دا هم څرګنده ده چې امریکايي انجینرانو د هغو قراردادیانو د کارڅارنه نه ده کړې د دې ودانۍ د جوړونې چارې یې ورسپارلې او پیسې یې هم ورکړې وې.

راپور وايي، په دې ودانۍ کې د بريښنا مزي داسې غزول شوي دي چې؛ د کارونکو ژوند ته خطر پېښوي، یو شمېر نورې چارې یې هم په سم کېفیت نه دې ترسره شوې، فرعي قرادادیانو ته پیسې نه دي ورکړل شوي او د هغو کار ګرانو شمېر هم زیات ښودل شوي چې؛ په دې ودانۍ کې کار کوي.

له بلې خوا په دې راپور کې راغلي دي چې؛ د ودانۍ هیندارې له اجازې پرته له ایران څخه اخیستل شوي دي.

راپور زیاتوي، د شبرغان په دارمعلمین کې د څښلو د اوبو څا د چټلو اوبو د راټولیدو کندې ته نژدې جوړه شوې ده چې؛ روغتیايي ستونزې پیدا کوي.

په راپور کې ویل شوي د دې ودانۍ کارول پیل شوې دي او د امریکا د نړېوالې پراختیايي ادارې خبرداري او د خوندیتوب او روغتیا له پلوه ستونزې یې په پام کې نه دي نیول شوي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې مفتش جان سوپکو راپور وايي، اداره یې نه پوهیږي چې امریکايي انجینرانو ولې هغو قراردادیانو ته چې دا ودانۍ جوړوله مخکې له دې چې په ودانۍ کې شته ستونزې سمې کړي ټولې پیسې ورکړي دي؟

ویل کېږي چې؛ د دې پروژې قراداد لومړی د میرکوري ډیویلومپمینټ په نوم له یو شرکت سره شوی و او وروسته یې د ودانولو چارې د ظفر خالق ساختماني شرکت ته وسپارل شوې چې؛ دې شرکت هم کار نیمګړې ترسره کړی دی.

د امریکا د ځانګړې مفتش راپور وايي، د امریکا حکومت اوس ددې ودانۍ د ادارې او ترمیم مسولیت لري ځکه د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې دا ودانۍ په رسمي توګه افغان حکومت ته نه ده سپارلې.

د یادونې وړ ده چې؛ د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړې امریکايي مفتش په دې وروستیو کې د بیا رغونې په برخه کې د څو ودانیو په اړه په ورته راپورونو کې ویلي دي چې؛ قراردادیانو سمې نه دي جوړې کړې او په کې د اوسیدونکو خلکو ژوند ته خطر پېښولی شي.

عام افغانان هم شکایت کوي چې؛ په دې هېواد کې د بیارغونې د قرادادونو لاس په لاس کېدل او نه څارنه د دې سبب شوې ده چې؛ د بیا رغونې ډیرې پروژې په خراب کېفیت عملي شي او پیسې یې د بهرنیو او کورنیو قرادادیانو جیبونو ته ځي.