وايي د ټوپک له مرمۍ چا پوښتنه کړې وه چې ولې دومره تیزه یې؟ نو مرمۍ ورته ویلي وو چې شا ته اور راپسې دی.
زموږ ډیر ځوانان هم ځکه په کم عمر کې درنو کارونو ته لاس اچوي، له لیک لوسته او د یوه ښه مسلک له زده کړې پاتې کیږي چې د یوې کورنۍ بوج ورپه غاړه وي. بلخوا داسې ځوانان هم شته چې کورنۍ یې د ده ګټې وټې ته اړ نه وي، د داسې ځينو کورنیو ځینې ځوانان لټ او په تیاره اموخته کیږي. چې بیا هغه د چا خبره، نه د دین شي او نه د سادین.
یو افغان ځوان عاشق الله ځاځی هم په داسې کورنۍ کې زیږیدلی چې نه خوارۍ مزدورۍ ته اړ و او نه د کورنۍ بار ورپه اوږه و، بس د ښوونځي بکسه به یې تر شا وه. خو دی تیارې ته کېنه ناست. پوهیده چې همت کول او پر ځان کلک باور پر ځمکه پروت سړی تر تاج او تخته رسولی شي.ده هم همت وکړ او ځان یې ورساوه.
عاشق الله ځاځی له اروپا راوګرځید!
عاشق الله د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو سيمې دی، اوس مهال د سويت زر لنډ په یوه پوهنتون کې په انلاین بڼه تجارت وايي، ده په سر کې له یوه بانک سره کار پیل کړ، له هغه وروسته بي بي سي ته لاړ او بیا USAID ته، چې د دې ادارې لخوا په یوه ټریننګ کې له ګډون وروسته د خپل شخصي کوروبار کولو فکر ورته پيدا شو او د سهیل ګلوبل ګروپ په نوم یې ساختماني، لوجستيکي او زرعتي شرکت جوړ کړ.
ځینو کسانو ته چې خدای ورځ ورکړي نو خپل ځان ترې ورک شي، خو عاشق الله وايي چې په ډیرو پیسو، ښو موټرو او سپينو کالیو څوک نه ښه سړی کیږي، بلکې ښه اخلاق مو شخصيت جوړولی شي، دی وايي چې په شرکت کې یې ګڼ شمیر کارکوونکي تر ده مشران دي خو دی له هغوی سره ښه چلند کوي او هغوی ده ته په درنه سترګه ګوري.
څه وايي چې د ځان په اړه خبرې زور غواړي. زه چې عاشق څومره پيژنم، ګڼو داسې ځوانانو ته یې خیر ورسیدلی او اوس یې هم وررسيږي، چې هغوی پر ځان لا ندي خبر. ما ویل له نورو سره د خپلو کړو ښیګڼو یادونه به راته وکړي، خو ځان یې ترې تېر کړ. یو بله ځانګړنه یې هم دا ده، چې پر ځان کلک باور لري، دی وايي چې هيڅ انسان دې د بل په تمه نه پاتې کیږي، ناهیلی کیږي دې نه، ځکه چې په دنیا کې هيڅ کار ناشونی ندی.
تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې هره شنبې او دوشنبې له ازادۍ راډیو خپريږي.