د کابل ژوبڼ

په دې خپرونه کې د کابل ژوبڼ په اړه معلومات اوريدلای شئ، يو له هغو ميله ځايونو او تحقيقي مرکزونو چې ډېر لګښت او دوامداره څارنه غواړي ژوبڼونه دي، پخوا هر چا نشوای کولای ژوبڼ جوړ کړي، معمولا به شاهانو او شتمنو کسانو ژوبڼونه جوړول.

تاريخ ليکوال په نړۍ کې تر ټولو لرغونی ژوبڼ د چين د امپراتور يادوي، چې تر ميلاد ۱۱۵۰ کاله له مخه جوړ شوی و
د امپراتور ژوبڼ ته عام خلک نشوای ورتلای يواځې درباريانو دا حق درلود، چې د ژوبڼ ژوي وګوري، بيا ډېر کلونه وروسته په کال ۱۷۹۳ کې په پاريس کې داسې ژوبڼ جوړ شو چې عامو خلکو يې د ژويو د نندارې حق وموند او سوکه، سوکه په اروپا، امريکا او نورو هېوادونو کې داسې ميله ځايونو رواج او ډېر شول.

نن سبا د لندن، امريکا ، بيجينګ، سينګاپور، ارجنتاين، برلين او ډهلي ژوبڼونه د نړۍ مشهورميله ځايونه او تحقيقاتي مرکزونو دي

په افغانستان کې ژوبن ۴۶ کاله مخکې جوړ شوی دی او هغه مهال ۹۲ ډوله ژوي ورته راوړل شوي و، نور معلومات په خپرونه کې وارئ.

Your browser doesn’t support HTML5

ژوند په شیبو کې