پاکستان له افغان مقاماتو غوښتي چې طالبانو ته یوشمېر ولایتونه وسپارل

افغان مقامات وايي، پاکستان ورڅخه له طالبانو سره د سولې د خبرو په بهیر کې هغوی ته د یو شمېر ولایتونو د سپارلو غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو د زوارت ویاند ارشاد احمدي رویترز خبري اژانس ته ویلي؛ دا غوښتنه د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز په اسلام اباد کې له افغان سفیر عمر داود زي سره په کتنه کړې ده.

د نوموړي په وینا، په دې کتنه چې تیره جمعه شوې، دغه پاکستاني مقام په افغانستان کې د فدرالي نظام موضوع هم یاده کړې ده.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې؛ د سرتاج عزیز او افغان سفیر ترمنځ یوازې تشریفاتي غونډه شوې او په دې کتنه کې طالبانو ته د ځینو سیمو د سپارلو موضوع نه ده پورته شوې.