د کابل ښار په شش درک سیمه کې ډله ییزه وسله وال نښته پای ته ورسېده

د کابل ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې په سیمه کې ډله ییز وسله وال برید پای ته ورسید.

نن سې شنبې د چنګاښ یا سرطان په څلورمه سهار شپږنیمې بجې د کابل ښار د شش درک سیمې په درې لاري کې، چې د ولسمشرۍ او دفاع وزارت ختیځې دروازې او د سي. ای. اې دفتر موقعیت لري ډله ییز وسله وال برید شوی.

چې په سیمه کې شاوخوا ۱۴ چاودنې اورېدل شوي دي.

یو افغان امنیتي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، چې وسله وال په یوه لنډګروزر موټر کې له جعلي کارت څخه په ګټه اخیستلو سره د سي ای اې مرکز ساحې ته وردننه شوی دی، چې له دې سره یې ځان وژونکې حمله ترسره کړې.

د کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال جنرال داوود امین د پېښې پخلی کړی، خو د تلفاتو په اړه یې بې خبري ښودلې ده.