افغانستان د مستندو خبري سینمايي فلمونو ارشیف لري

افغانستان د سیمې د هېوادونو په ډله کې یواځینی هېواد دی، چې د مستندو خبري سینمايي فلمونو ارشیف لري.

د افغان فلم ادارې وویل، هغه زرګونه مستند خبري فلمونه چې، د له منځه تلو له خطرسره مخ دي، په نږدې راتلوونکې کې به یې د آرشیف کولو کار بشپړشي.

د دغه ادارې مسوولانو، د یادو شویو آثارو معنوي ارزښت د دوی د تاریخي قدامت له پلوه ارزښتنانکه وباله اوزیاته یې کړه چې، تر یوې میاشتې پورې به په کابل کې د مستندو افغاني فلمونو جشنواره جوړه شي.

د مستندو خبري فلمونو، راټولول، تنظیم او ارشیف کول د افغان فلم یو سخت پروګرام دی چې، له یوه کال راهیسې پرې کار روان دی.

دغه اداره وايي چې، تراوسه یې د ۵۰ داستاني هنري فلمونو سربیره، له زرو ډیر تور او سپین مستند خبري فلمونه چې د له منځه تلو له خطر سره مخ وو، له خاورو څخه را ایستلي او په خوندي ځایونو کې یې آرشیف کړي دي.

د همدغو خبري مستندو فلمونو نمونې چې د پخوانیو ولسمشرانو له سفرونو او په هیواد کې د بیارغونې پروژو له جریان څخه سند بلل کېږي، د د فیسبوک په څیر د ځینو ټولنیزو انټرنیټي شبکو د کاروونکو لاس ته ورغلي او خپروي يې.

په همدې خاطر مونږ د افغان فلم ادارې ته راغلو څو له نږدې څخه د افغان فلم له مشر او د دغه ادارې له ځینو سابقه لرونکو کار کوونکو سره وګور او له دوی څخه د آرشیف د کار د بشپړیدو په اړه پوښتنې وکړو.

کله چې د افغان فلم د مشر محمد ابراهیم عارفي دکار دفتر ته ننوتم، هغه مستند خبري فلمونه مو ولیدل چې له کلونو راهیسې د خاورو او ګردونو لاندې پټ وو او د ده په هڅه یوه خوندي ځای ته راوړل شوي وو.

په داسې حال کې چې د ښاغلي عارفي لاسونه په بشپړه توګه په خاورو او ګردونو ککړ وو، په یوه دسمال یې پاکول او ویې ویل چې، دغه آرشیف ته د نه پاملرنې له امله، له دیادو فلمونو څخه زیات شمیریې له منځه تللي دي:

د یوه کال په او ږدو کې مونږ د نګیتیف آرشیف چې د تاریخ په اوږدو کې جوړ شوی د خاورو له انبار او کثافاتو څخه را ایستلی او آرشیف کړي مو دی او هره ورځ د افغان فلم یوې بلې برخې ته متوجه کېږو، هلته هم فلمونه ساتل کېږي، ډیر فلمونه مو چې شمیر یې له زرو زیاتیږي راټول کړي، او د یوه فلم جوړوونکې په توګه ماته هر تصویر له یوې نړۍ زیات ارزښت لري.

ښاغلي عارفي د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې، په مجموعي توګه شل زره ساعته مستند فلمونه چې،۱۶ او ۳۵ ملي متره دي، تراوسه راټول شوي او په نږدې راتلوونکې کې به یې د آرشیف کار بشپړ شي، خو دی وايي چې، د دغه فلمونو د ډیجیتل کولو پړاو به درې کاله وخت ونیسي.

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې په راتلوونکې میاشت کې په کابل کې د افغان فلم ادارې لخوا د همدغو فلمونو نندارتون هم جوړ شي:

«په همدې تړاو د جولای میاشتې په لومړۍ، دوهمې او دریمې نیټې باندې به د افغان فلم د آرشیف فلمونو فستیوال په لاره اچوو او ټول فلمونه چې؛ټول هغه فلمونه چې ترنن ورځې پورې چا نه وو لیدلي، هغه به نندارې ته وړاندې کړو، څو ټول وویني چې،مونږ په دومره وخت کې کوم کارونه کړي دي.»

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې د دغه فلمونو د تولید موده د ۱۹۲۷ نه تر ۱۹۵۷ میلادي کلونو پورې ده، دا هغه وخت دی چې، هیواد ته لومړۍ ځل سینمايي کمره راوړل شوه.

یو پخوانی فلم اخیستوونکې سید عبدالموجود چې، له ۱۳۵۲ کال راهیسې په افغان فلم کې کارکوي، آزادۍ راډیوسره په خبروکې یې د څو افغاني هنري سینمايي فلمونو نومونه واخیستل، چې د نوموړي په وینا د فلم اخیستو کاریې ده په خپله کړی دی.

نوموړی وايي چې، په دغه موده کې یې لسګونه مستند خبري فلمونه هم برابرکړي، چې وروستی خبري مستند فلم دافغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله د اعدام وو، چې د طالبانو لخوا د کابل ښار په آریانا څلور لاري کې د خپل ورور سره اعدام شو.

خو ښاغلی حسیني د فلم اخیستونکو په مسلکېتوب ټینګار کوي او وايي چې، په دغه برخه کې غیر حرفوي کسان باید له فرصتونو څخه په ګټې اخیستو خپلې زده کړې او تجربې زیاتې کړي:

«کله چې زه افغان فلم ته راغلم هغه مهال هنري او مستند فلمونه جوړیدل، کله چې به فلم نندارې ته ایښودل کېده، لیدونکو او مینه والو به د ټکټونو د اخیستلو لپاره حتی د سینما ښیښې ماتولې، خو اوس څوک دومره پام نه کوي، نورو ته زما توصیه داده چې، په همدې برخه کې زده کړې وکړي، په سناریو کار وکړي، پوه شي چې، څه پیغام لري؟ فلم اخیستوونکې باید له تجربه لرونکو کسانو څخه زدکړې وکړي او سناریو لیکوونکې دې هم د پخوانیو سناریو لیکوونکو سره کېنی له هغوی دې څه زدکړي.»

افغان فلم د لومړي ځل لپاره په ۱۳۴۷ میلادي کال کې د تور او سپینو مستندو خبري او داستاني فلمونو د جوړولو لپاره د یوه لابراتوار په توګه د مطبوعاتو د خپلواک ریاست په چوکاټ کې په فعالیت پیل وکړ.

کار پوهان وايي، سره له دې چې، دغه اداره، په لومړیوکې په هیواد کې د سینما د ودې په خاطر رامنځته شوه او ډیر مسلکې سینما ګرانو د سینمايي ا صولو پراساس خپل فلمونه تولید کول، اوس د دغه موسسې تولیدات د پام وړ نه دي او دخلکو په منځ کې ډیر لیدونکې نلري.