پوهنتونونو ته څوک د سیاست اور ورپاشي؟

زموږ په خپرونو کې به مو د دولتي پوهنتونونو په اړه اوریدلي وي.

کله که محصلین په دې خوشاله وو، چې طب او انجینري پوهنځی په انګريزي ژبه شوی. نو کله یې بیا ځکه زړه خوړ، چې د دولتي پوهنتونونو درسي میتود زوړ او له ستونځو ډک دی. خو په دې وروستیو کې په پوهنتونونو خصوصاً په کابل پوهنتون کې محصلين له لاریونونو، اعتصاب او د ډلو ټپلو له جوړولو هغو پخوانیو درسونو ته هم ندي اوزګار.

کله که د پوهنتون د نوم بدلون خبره منځ ته ورواچول شي، نو کله بیا د قومیت او سمت پرستۍ خبرې...

د کابل پوهنتون یو محصل عزيز احمد تسل وايي؛ چې ځيني ډلې هڅه کوي د دوی فکر له زده کړې بلې خوا ته واړوي او زیاتوي چې پوهنتون د علم ځای دی، خو دوی به د علم پر ځای نورو ته دسيسې جوړول پکې زده کړي.

جمهورريئس کرزي یو وخت پخپلو خبرو کې ویلي وو چې پوهنتون د سیاست نه بلکې د علم ځای دی، خو تېر کال یې د یوه فرمان له مخې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون نوم واړاوه، چې د محصلانو احساسات یې راوپارول، یوه موده لاریونونه وشول، محصلان ټپي او بندیان شول. یو محصل محمدیار یار وايي، چې پخپله جمهوريس پوهنتونونو ته د سیاست اور راپاشي.

څو میاشتې وړاندې، د عاشورا مراسمو پر مهال د کابل پوهنتون په لیلیه کې د شیعه او سني تر منځ شخړه رامنځ ته شوه، چې یو محصل پکې ووژل شو او ګڼ نور ټپيان شول.

له هغې وروسته پوهنتونونه د لنډې مودې لپاره رخصت شول او ازموینې یې وځنډول شوې. د کابل پوهنتون پخوانی ريئس پوهاند حميد الله امین د لوړو زده کړو اوسنې وزیر عبیدالله عبید ګرموي، چې داسې فرقوي مسئلو ته لمن وهي.

رابه شو، دې وروستیو لاریونونو ته:

ځينو محصلانو د ټولنيزو علومو پوهنځي مسله رامنځ ته کړه، څو اتیا محصلانو څو ورځې د پارلمان مخې ته د نه خوړلو اعتصاب وکړ، د دغه پوهنځي ريئس او یو استاد یې په تعصب او اخلاقي فساد تورن کړل او د دوی د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړه. د همدې اعتصاب یو تن ګډونکونکې وايي، چې:

"هغوی قومي تعصب ته لمن وهله، د ټولنيزو علومو پوهنځي ريئس او یو استاد زموږ محصلین توهینول، تحقیرول او تهدیدول یې.

دوی له هره پلوه پر محصلینو فشار راوست او نه یې پریښودل چې له دوی څخه د خپلو حقونو غوښتنه وکړي."


وروسته له هغه چې د جمهورريئس دوو سلاکارانو نعمت الله شهراني او ډاکټررنګين دادفرسپنتا دوی ته ډاډ ورکړ، چې غوښتنې یې منل شوي او عملي به شي، د هغوی اعتصاب پای ته ورسیده، خو د همدغه پوهنتون د سلګونه استادانو او محصلانو لخوا د دې پریکړې او د مخکېنیو اعتصاب کوونکو پر ضد د لاریونونو یوه نوې لړۍ پیل شوه.

په دې ورځو کې یې ۲۰ فیصده ازموینې وې، خو د پوهنتون دروازې بیا وتړل شوې، کتابونه ټپ شول، د تکبیر او زنده باد، مرده باد نعرې پېل شوې.

ځینې کارپوهان په کابل پوهنتون کې د ټولنيزو علومو پوهنځي مسئله او د عشورا مراسمو شخړه د ایران هیواد له دسیسو بولي، چې موخه یې د افغانانو تر منځ تفرقه اچول دي. د کابل پوهنتون پخوانی ريئس پوهاند حمیدالله امین وايي چې د استادانو د لرې کولو موضوع هسې یوه بهانه وه، اصلاً دا یو سیاسي حرکت و.

د کابل پوهنتون د ځینېو محصلانو په نظر د پوهنتون په کتابتون کې د ایرانیانو خونه د دوی د نفوذ یوه نخښه ده، د دوی پر وینا ایران هغه له هغه ځایه د فرهنګي مرکز په توګه کار اخلي، چې وخت نا وخت د ایران له سفارته ګڼ کسان ورته راځي.

د کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند ډاکټر فاروق بشر په داسې مسایلو کې د ایران لاس وهنه مني، خو دی یوه بل څه ته اشاره کوي، چې کله کله د پوهنتون استادان د ځینو زورواکو لخوا تهدیږي، چې زوی، ورور یا کوم بل عزیز ته یې ډیرې نمرې ورکړي او د ځينو سیاسي بورسونو له یادولو سره د یوه استاد په اړه وايي، چې له امریکا یې ماسټري راوړې، خو ټکې انګريزي یې نده زده. دی زیاتوي، چې د داسې سیاسي بورسونو مخه دې ونیول شي.

په دې وروستیو کې په کابل پوهنتون کې سیاسي فعالیتونه ولې په زیاتیدو دي؟ د لوړو زده کړو وزارت له ویاند عبدالعظيم نوربخش مې دا پوښتنه وکړه، هغه که یو خوا ویل چې څوک په پوهنتون کې د سیاسي فعالیت حق نه لري، نو بل خوا یې ویل چې ځينې سیاسي کړۍ شته، چې د پوهنتون فضا سیاسي کوي.

د ولسي جرګې د دیني، فرهنګي، معارف او لوړو زده کړو کميسون غړی کمال ناصر اصولي هم په پوهنتونونو کې د سیاسي فعالیتونو خبره مني، خو وايي، چې دوی یې د مخنيوي هڅې کوي او له جمهورريئس کرزي هم غواړي، چې پخپلو فرمانونو کې دې دقیق واوسي.

تر څو چې پوهنتونه خپلواکه نشي، په علمي او اکاډمیکې برخه کې ازادي ورنه کړای شي؛ له سیاسته نشي پاکېدای، دا خبره هم پوهاند حمیدالله امین کوي.

یو ځوان صاحب نظر ډاکټر فیض محمد ځلاند، ځوانان له سیاسته نه منع کوي، وايي چې هر ځوان باید سیاسي روحیه ولري، خو دا لارښوونه کوي، چې په پټو سترګو دې په چا پسې نه ځي او ځینې معیارونه دې په پام کې ونیسي.

انګلستان چاپ، ګاردین ورځپاڼې په يوه وروستۍ ګڼه کې: کابل پوهنتون د آزادۍ غوښتونکو نوی نسل روزي – تر سرلیک لاندې په یوه مضمون کې یو ځای لیکلي، چې:

دا مهال یو ځل بیا کابل پوهنتون د سیاسي مبارزو په مرکز بدل شوی او مختلفې کړۍ له مختلفو مفکورو سره غواړي له دغه علمي مرکز څخه سیاسي او ان قومي او ژبني پیغامونه د خلکو غوږونو ته ورسوي. ورځپاڼه زیاتوي، چې د کمونستانو مشرانو هم له کابل پوهنتون څخه د تبلیغ د ممبر په توګه کار اخیسته او د ښځو انقلابي سازمان یا راوا هم د همدغه پوهنتون په انګړ کې وده وکړه.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه تاندې څانګې