افغانستان د اورګاډي په وسیله له تجارتي بندرونو سره وصلیږي


راپور: اسدالله لودین - کابل

افغان چارواکي وایي، د هېواد دننه به د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ د جوړیدو عملي کار له تخنیکي څیړنو وروسته پیل شي.

د فواید عامې وزارت مرستیال انجینر احمد شا وحید وایي، د اورګاډي دغه پټلۍ به د ترکمنستان له عطا مراد سیمې څخه پیل شي او د افغانستان له لارې به د تاجکستان پولې ته ورسیږي.

د افغان چارواکو هیله دا ده، چې د ریل د دې پټلۍ په وسیله په راتلونکې کې د افغانستان شمالي ولایتونه د ایران له بندر عباس او په همدې مسیر کې له نورو تجارتي بندرونو سره وصل کړي.

د فواید عامې وزارت مرستیال انجینر احمدشاه وحید وایي، د افغانستان دننه به د غه پټلۍ شاوخوا څلور سوه کیلوه مټره وغځیږي، او بیا به له تاجکستان سره وصل شي.

ښاغلي وحید د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې ددې پټلۍ لنډ مهالې پروژه به د افغانستان په ولایتونو پورې محدوده وي، خو په اوږد مهال کې داسې پلان شته چې د ایران او فارس خلیج له تجارتي بندرونو سره هم وصل شي:

"د دې کرښې هدف د افغانستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان وصلول دي، دغه کرښه به په اوږدمهال کې شمالي ولایتونه د ایران له بندر عباس او د همدې مسیر له نورو سوداګریزو بندرونو سره وصل کړي.

خو دغه برخه یې چې لنډمهالې پروژه ده دا به فاریاب، جوزجان، مزارشریف او که له شیرخان بندر څخه تیره شي کندز هم سره وصل کړي."


نوموړی وایي، دا مهال ددې لنډ مهالې پروژې تخنیکي څیړنې د تدارکاتو په پړاو کې دي او ډیر ژر به پیل شي.

د ترکمنستان افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ریل پټلۍ د پرانستلو مراسمو ته ولسمشر حامد کرزی هم ورغلی دی.

دغه پټلۍ به د ترکمنستان له عطا مراد سیمې څخه پیل او وروسته به د افغانستان له لارې له تاجکستان سره وصل شي.

د فواید عامې وزارت مسولین وایي، له تاجکستان سره ددې پټلۍ د وصلولو لپاره دوه لارې په پام کې نیول شوي چې یوه د شیرخان بندر او بله هم د بلخ ولایت اړوند د عوج لاره ده.

دوی وایي، له مطالعې وروسته به هغه لاره غوره کړي چې د افغانستان لپاره اقتصادي او ګټوره وي.

د فواید عامې وزارت اټکل کوي، چې د ریل ددې پټلۍ تخنیکي څیړل او جوړول به شاوخوا درې کاله وخت ونیسي.

که څه هم تراوسه معلومه نه ده چې د افغانستان دننه به ددې پټلۍ په جوړولو څومره پیسې ولګول شي، خو افغان چارواکي وایي، ممکن په هر کیلومتر باندې له دوو تردیارلس میلیونه ډالرو پورې لګښت راشي.

د فواید عامې وزارت مرستیال احمدشا وحید وایي، ددې پټلۍ د جوړولو لپاره د آسیا پراختیایي بانک د درې نیم سوه میلیونه ډالرو مرستې لفظي ژمنه کړې ده.

کارپوهان ددغې پټلۍ جوړول د اقتصادي ودې لپاره مهم بولي، خو وایي افغان حکومت باید د دې ترڅنګ د خپلو تولیداتو اندازه هم زیاته کړي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد حمیدالله فاروقي په دې اړه وایي:

"دا پټلۍ او نور ترانسپورتي خطوط د تجارت، راکړې ورکړې او وارداتو او صادراتو لپاره زمینې برابروي، دا په مجموع کې دومره ګټه رسوي، چې د موادو ،تولیداتو او خدماتو د تماشد قیمت کچه راکمه کړي.

دا د مستهلکینو او د نړۍ د ټولو انسانانو لپاره مفید دي، افغانان باید د خپلو تولیداتو کچه اوچته کړي، هغه شیان چې ایران او پاکستان مونږ ته را صادروي، مونږ باید بیرته هغوی ته هم صادرات ولرو، افغانستان باید په خپل تولید باندې توجه وکړي."


د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د جوړیدو خبرې په داسې حال کې کیږي، چې په ۲۰۱۱ م کال کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ هم د پنځه اویا کیلو مترو په اوږدو د ریل پټلۍ جوړه شوه.

تراوسه معلومه نده، چې د افغانستان دننه به له ترکمنستان څخه د راغځیدونکې پتلۍ تخنیکي څیړنې څه وخت پیل شي، او دا هم څرګنده نه ده چې د تخنیکي څیړنې لپاره به د تدارکاتو پیل شوی بهیر څه وخت پای ته ورسیږي.

ځینې کارپوهان وایي، که چیرې د ریل د پټلیو په برخه کې د حکومت دغه پلانونه عملي شي، نو ممکن د وریښمو د پخوانۍ لارې تشه بیرته تریوه حده ډکه شي.