د سویډن په مرکز کې ناکرارۍ لاهم روانې دي

تیره شپه د سویډن د مرکز سټاکهولم د ښار په څنډو کې ناکراریو د پنځمې شپې لپاره دوام درلود.

راپورونه وايي چې، بلواګرو تیره شپه لږ تر لږه نهو موټرو، دوو ښونځيو او د پولیسو یو دفتر ته اور اچولی دی.

پولیس وايي چې، په دې ارتباط یې تر اوسه اته تنه نیولې دي.

تر اوسه په دې ناکراریو کې د چا د وژل کیدو یا ټپي کیدو راپور نه دی ورکړل شوی.

دا ناکرارۍ د هوسبي په نوم کلي کې وروسته له هغې پیل شوې چې؛ پولیسو د پاخه عمر یو سړی چې خپل ځان یې په یوه ودانۍ کې زنداني کړی و او چاړه هم ورسره وه په ډزو وواژه. شخړې وروسته ټول ستاکهولم ښار ته پراخه شوې.