د مغولو امپراتورۍ د هنر او کلتور په اړه انځوریز نندارتون

ټاکل شوې چې د یکشنبې په ورځ په کابل کي د مغولو د امپراتورۍ، هنر او کلتوري او تاریخي مسایلو په اړه یو نندارتون پرانیستل سي.

د مغولو د امپراتورۍ، هنر او کلتور په اړه به دغه نندارتون د دوو میاشتو لپاره د کابل په بابر بڼ کي خلاص وي.

دا نندارتون د اغاخان کلتوري مرکز، د لندن کتابتون، د ناروې سفارت، د بابر بڼ موسسې او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا جوړیږي.

د اغاخان د کلتوري مرکز سرپرست اجمل میوندي د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د نندارتون ټول انځورونه د مغولو د امپراتورۍ په دوره کي انځور سوي او د لندن له کتابتونه یې کاپي اخیستل سوې.
ښاغلی میوندي وايي دا به له افغان ځوانانو سره د خپل تاریخ د یوې بلي دورې په ښه پیژندلو کي مرسته وکړي.

"انځورونه د لندن د کتابتون اثار دي، مهم په دې دي، چې د افغانستان د پنځه زره کلن تاریخ یوه پاڼه په دې نندارتون کي څرګندیږي.

په دې سره به افغانان د خپل تاریخ سره اشنا بیا لږ اشنا سي، مثلا مغل چې موږ یې یادو، د بابر بڼ یادو، بل مثال د ننګرهار د مملا بڼ او ستالیف بڼ چې دا ټول د مغولو د دورې اثار دي، دا څه معنی لري، موږ ته دا مهمه ده.”

د نندارتون مسئولین وايي، دغه 119 انځورونه تر دې مخکي د درو میاشتو لپاره په لندن کي نندارې ته ایښول سوي وه او تر کابل وروسته به یې په هرات کي هم نندارې ته کښیږدي.

مغولو د 1526 څخه تر 1858م کال پوري د 332 کلونو لپاره له ثمرقند یا اوسني ازبکستان، افغانستان، هندوستان یعني د اسیا د نیمي وچې لویه برخه تر واک لاندي وه.
په انځورونو کي ددې دورې، د حکومت، ژوند، هنر، علم، ادبیاتو، دین او ځینو نورو مسایلو په اړه نندارچیانو ته د همدې امپراتورۍ انځور ورکوي.

د تاريخي او علمي مسایلو څېړونکي وايي هندي مغول د هرات له تیموریانو سره نسلي اړیکي لري او له کابله یې خپله پاچاهي تر هند رسولې ده.

استاد حبیب الله رفیع هم په همدې نظر دی.

دی وايي، دغه ډول نندارتونونه ځوانانو ته دا ورښيي، چې هنر ته څنګه وده ورکړي.

“د تیموریانو دوره چې په هرات کي وه، د هنر یوه روښانه دوره وه، د میناتورۍ ترڅنګ د هنر ټولي برخي په دې دوره کي پر مختللي وې.

بیا کله چې د بابر اولادونه هند ته ولاړه او هندي مغول رامنځته سوه، هغوی د همدې هنر ودي ته دوام ورکړ، نو د داسي میناتوریو نندارتون په رښتیا سره ځوانانو ته دا ورښيي، چې هنر ته وده ورکړي او هغوی هڅوي، چې ښکلي هنرونه ځلاند وساتي او دوام ورکړي.”

لندن که د مغولو د امپراتورۍ علمي او تاریخي اثار په خپله غېږ کي پټ ساتلي، نو هندوستان هم ددې امپراتورۍ له زمانې د تاج محل شهکاره ماڼۍ او د لعل کلا (سرې کلا) ودانۍ په هغه ډول ساتلي، چې د پیړیو له تیرېدو سره سره ورته هیڅ زیان نه دی رسېدلی.

خو په افغانستان کې یوازې د مغلو د دورې نه بلکې د بیلابیلو تاریخي دورو اکثره اثار د جګړو او بې پروایۍ له امله له منځه تللي دي.

راپور: معصوم میوند