چک: د پراګ په ښار کې پرونۍ چاودنه تروریستي برید نه بلل شوی

د چک د جمهوریت د پایتخت پراګ ښاروال وايي، د دوشنبې په ورځ په دې ښار کې چاودنه کوم تروریستي برید نه و.

بوهو سلوف سوفوبودا خبریالانو ته وویل، دا پېښه د طبیعي ګازو د سوري کیدو (لیک کیدو) په نتیجه کې رامنځ ته شوې ده.

په دې پېښه کې چې د چک د جمهوریت ملي تیاتر ته نژدې رامنځ ته شوه پنځه دیرش کسان ټپیان شوې دي.

د پراګ ښاروال پرون ماښام په همدې اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل :

"هغه څه چې زه یې په پریکنده ډول ویلی شم همدا دي چې دا د ګازو یوه چاودنه وه. زموږ سره د راټولو شوو معلوماتو له مخې دا یوه تروریستي پېښه نه وه."

ویل کیږي چې د ژغورنې ډلو تیره شپه تر ناوخته هڅه کوله چې درې تنه نادرکه شوې کسان ومومي، خو د پراګ د ښاروال په وینا دوی ونه توانیدل له تري تم شویو درې کسانو کوم یو پیدا کړي.