ولاديمير پوتين به د جاپان له صدراعظم شينزو ابې سره په مسکو کې وګوري

ټاکل شوې نن د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جاپان له صدراعظم شينزو ابې سره په مسکو کې وګوري.

دا په يوه لسيزه کې د دواړو هېوادونو د رهبرانو ترمنځ لومړۍ کتنه ده. تمه کېږي د دوى خبرې د ځينو سيمو پر سر پر هغه لانجمه متمرکزې وي، چې د دويمې نړيوالې جګړې د پايته رسېدو په هدف د يوه تړون د لاسليک لپاره يې د دواړو هېوادونو په وړاندې خنډ جوړ کړى دى.

دغه لانجه په پاسفيک کې پر څلورو وړو جزايرو متمرکزه ده، چې په روسيه کې يې جنوبي کوريليز او په جاپان کې شمالي سيمې بولي.

دواړه مشران به پر ځينو تجارتي مسايلو هم خبرې وکړي.