"ښځینه پولیسې په مرکز کې نه خو په ولایتونو کې ستونزې لري"

یو شمیر افغانې ښځینه پولیسې د بشر د حقونو د څار سازمان د وروستي راپور ځینې برخې چې د ښځینه پولیسو د ستونزو یادونه په کې شوې، تاییدوي.

سره له دې چې د کورنیو چارو وزارت د بشر د حقونو د څار د نړیوال سازمان رپوټ چې په کې د افغان ښځینه پولیسو د ستونزو یادونه په کې شوې ده، ردوي خو ځینې پولیس بیا ددې راپور ځینې برخې تاییدوي.

د دې راپور په اړه مې په کورنیو چارو وزارت کې له ځینو ښځینه پولیسو سره خبرې وکړې.

سره له دې چې د دې پولیسو له څيرو ښکاریدل چې؛ مشران یې د خبرو کولو اجازه نه ورکوي، خو بیا مې هم د ذکیې په نوم یوې پولیسې سره خبرې وکړې.

ذکیې وویل، چې په کابل کې په خپله له کومې ستونزې سره نه ده مخ خو هغې وویل؛ چې په ولایتونو کې ستونزې موجودې دي.

ذکیه د معصومې په نوم د خپلې یوې ملګرې کیسهوکړه چې په ارزګان کې پولیسه ده خو نه د کار په ځای کې ښځينه تشناب لري او نه هم د جامو بدلولو ځای:

"هو زه دا ستونزه منم، همدا دوه درې ورځې وړاندې یو شمیر ښځینه پولیسې چې له ارزګان نه راغلې وې، ماته یې کیسه وکړه چې هغوی د ښځو لپاره یو ځانګړی تشناب او د جامو بدلولو ځای نه لري."

د میرمن ذکیې په خبره چې معصومه کله کله حیرانه وي خپلې جامې چیرته بدلې کړي، ځکه هغه ویریږي هسې نه چې کوم همکار یې عکاسي او یا فلمبرداري وکړي.

د بشر د حقونو د څار د سازمان په رپوټ چې څو ورځې مخکې خپور شو هم په افغانستان ښځینه پولیسو ته د تشناب او د جامو د بدولو د ځانګړي ځای نشتوالی یوه ستونزه بللې وه.

د بشر د حقونو د آسیا څانګې مشر براد آدمز ویلي چې افغان حکومت ښځینه پولیسو ته په کاري چاپيریال کې اسانتیاوې نه دي برابرې کړي نو ځکه ښآيي له ناسم چلند ورسره وشي او ښایي حتې جنسي تیري هم ورباندې وشي.

ښځینه پولیسې یواځې د تشنابونو او جامو بدلولو د ځای د نه شتون له ستونزې سره مخ نه دي بلکې په پوځي یونیفورم کې بهر وتل بیا بله ستونزه ده چې دوی ځوروي.

مریم په کابل کې بله ښځینه پولیسه ده، هغې آزادۍ راډيو سره په مرکه کې وویل چې نشي کولی له خپل پوځي یونفورم سره بهر ووځي، ځکه خلک یې ځوروي.

"زه نشم کولی له خپل یونیفورم سره دباندې لاړه شم ځکه خلک سپکې سپورې راته وایي.

خلک په ښځینه پولیسو بد وایي، هغوی ته په ډیره ټیټه سترګه ګوري او تل چټیاټ ورته وایي، نو ځکه خو مونږ خپلې جامې په وظیفه کې بدلوو او بیا دباندې وځو.
زموږ تشنابونه یو ځای دي یعنې ښځې او نارینه کار ورنه اخلو.

ښایي په دې برخه کې د ناوړه چلند کومه پيښه وي خو ما پخپلو سترګو نه ده لیدلې."


میرمن مریم ټینګار کوي چې په ډیرۍ ځایونو کې ښځېنه او نارینه پولیسې له ګډ تشناب نه کار اخلي خو وایي چې هیڅکله یې داسې کومه پیښه نه ده لیدلې چې کومه ښځینه پولیسه دې د خپل همکار لخوا له ستونزې سره مخامخ شوې وي.

بلخوا بیا د کورنیو چارو وزارت د بشرد حقونو د څار سازمان وروستی ریپوټ او وایي چې د دا ډول رپوټونو خپرول ورته د منلو وړ نه دي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي که څه هم دا راپور رد کړ د شنبې په ورځ یې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په دې راپور کې د یادو شویو ستونزو په اړه به تحقیقات وشي:

"سره له دې چې مونږ د پولیسو په برخه کې د پانګونې د راټولولو په هڅه کې یو، خو دا ډول مسلې په رښتینې توګه زمونږ هڅو ته زیان رسوي.

له بده مرغه چې پرته له هماهنګۍ او پرته له دې چې حقیقتونه په پام کې ونیول شي د دې ډول رپوټونو خپرول د افغانستان ملي پولیسو لپاره یوه غټه ضربه ده."


د ښځینه پولیسو د ستونزو په هکله پداسې حال کې خبرې کیږي چې دا مهال افغانستان شاوخوا دوه زور دوه سووه ښځینه پولیسې لري.

د کورنیو چارو وزارت وایي په پام کې لري تر ۲۰۱۴ کاله د ښځینه پولیسو شمیرپنځه زرو ته پورته کړي، خو د دې وزارت په خبره دا کار دومره آسانه هم نه ده.

په افغانستان کې له دودیزه پلوه هم یوې ښځې ته په پولیسو کې کار کول سخته خبره ده، چې دې ټولو ستونزو ته په کتو سره افغان حکومت ته د سځینه پولیسو استخدامول یوه ستونزمنه چاره ده.

راپور: جمیله ظریف