د سردار داوود د وژل کېدو او د ثور د کودتا ۳۵مه کلیزه ولمانځل شوه

د افغانستان د پخواني جمهور رییس سردارمحمد داوود خان د وژل کیدو او د ثورد اومې نیټې د کمونستی کودتاه د پنځه دیرشمې کلیزې په مناسب په کابل کې غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې وینا والو ترډیره د سردارمحمد داوود خان د ژوند پر سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او ملي اړخونو خبرې وکړې.

دوی ویل چې سردارمحمد داوود خان په دې هڅه کې وو چې؛ افغانستان وده او پرمختګ وکړي او په سیمه کې د یوه پیاوړي هیواد په توګه مطرح شي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي څرګنده کړه چې سردار محمد داوود خان ښه سیاست پوه او ملي شخصیت وو او دا هڅه یې کوله چې د افغانستان امنیتی او دفاعي ځواکونه واقعآ ملي او پیاوړي وي:

"داود خان دا ویل چې مونږ باید په ملي سطح پیاوړي شو،یعنی د افغانستان دفاع یوازې د پوځ په جوړیدو نه بشپړیږي بلکې د افغانستان دفاع تل د دې هیواد خلکو کړې.

له همدې امله باید زمونږ پوځ هم ملي او د خلکو له ملاتړڅخه برخمن وي.

دولت باید په اقتصادي،پوځي او داسې نورو برخو کې داسې امکانات برابر کړي چې د افغانستان دفاع خودی یا د خلکو لخوا دفاع شي."


سردارمحمد داوود خان له اوس نه پنځه دیرش کاله مخکې د ثور په اومه نیټه په یوه خونړۍ کودتا کې ووژل شو.

په دې کودتا کې چې د کمونست پلوه خلقیانو لخوا وشوه سردارمحمد داوود خان او د هغه د کورنۍ اولس غړي چې نږدې دوه کلن لمسی یې هم پکې شامل وو له سخت مقاومت وروسته ووژل شول.

د ثور له کودتا نه وروسته افغانستان ته د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د راتګ لپاره زمینه مساعده شوه او په دې هیواد کې له هماغه وخته تراوسه په یو او بل نوم جګړې رواني دي.

د ثور له کودتا او پردې هیواد د پخواني شوروي پوځونو له یرغل وروسته سلګونه زره افغانان ووژل شول،سلګونه زره نورمعلول شول اوملیونونه نور دېته اړشول چې بیلا بیلو هیوادونو ته مهاجر شي.

د سردارمحمد داود خان د کورنۍ په استازیتوب سردارمحمد نادرنعیم په دې غونډه کې وویل چې د افغانستان د ټولو بدبختیو اصلي لامل په ۱۳۵۷ لمریزکال کې د ثور د اومې کودتا بلل کیږي:

"ټولې بدبختۍ چې په تیرو پنځه دیرشو کلونوکې زمونږ خلک ورسره مخامخ شول پیل یې د ثور د اومې نیټې له شومې کودتا څخه دی.

دا د افغانستان په تاریخ کې یوه کرغیړنه ورځ ده او زمونږ په ګران هیواد کې یې امنیت،ثبات او آرامې له مینځه ویوړه.

دې کودتا داسې اوربل کړ چې لاهم زمونږ هیواد او هیوادوال سوزوي".


سردارمحمد نادر نعیم او په دې غونډې کې یوشمیر نورو ګډونوالو وویل چې د افغانستان د روانې کشالې د حل غوره لاره ګذشت او په ملي روحیې سیاسي او مدني حرکت کول دي.

د سردارمحمد داوود خان او د هغه د کورنۍ د جسدونو پاتې شونې د یوه کمیسیون له څیړنو وروسته د څرخي پله په پولیګون سیمه کې پیدا اوله هغه ځای نه په ځانګړو مراسموکې د کابل ښار په جنوب لویدیځ کې د تاج بیک په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شوې.

ټاکل شوې چې په تاج بیک غونډۍ کې د سردارمحمد داوود خان او د هغه د کورنۍ د نورو غړو پرهدیره یو څلی هم جوړ شي.