فومیوکیشیدا: جاپان او امریکا، کوریا ته د اټمي وسلې د لرلو اجازه نشي ورکولای

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې جاپان او متحد ایالات کوریا ته د اټمي وسلې د لرلو اجازه نشي ورکولای.

فومیوکیشیدا Fumio Kishida دا څرګندونې د امریکا د بهرنیوچارو له وزیر جان کري سره په ګډه مطبوعاتي غونډه کې وکړې.

په غونډه کې ښاغلي کیري وویل، چې امریکا د جاپان د ساتنې لپاره پوره ژمنه ده. ښاغلی کري زیاته کړه چې د کوریا په ټاپو وزمه کې د بحران سوله ییز حل د امریکا لپاره لومړیتوب لري:

(هیله لرم، چې شمالي کوریا به زموږ خبرې اوري او دا ومني چې د خپلو هېوادوالو او په سیمه او همدا راز په دې ټاپو وزمه کې د ثبات د راتلونکې لپاره د اقداماتو یوه رښتینې لاره شته چې دوی ته د هغو د عملي کولو بلنه ورکړل شوې.

دوی به په موږ کې د خبرواترو لپاره چمتو د ښه نیت شریکان ومومي څو دا مساله حل شي.)

جان کیري د شمالي کوریا د اټمي پروګرام د مخنیوي لپاره د ملاتړ د پراخولو په مقصد اسیا ته د خپل سفر په وروستي پړاو کې پرون په جاپان کې و.

په تېر فبروري میاشت کې د شمالي کوریا له دریمې اټومي ازموینې وروسته کله چې ملګروملتونو د شمالي کوریا د منزوي کولو لپاره پردې هېواد بندیزونه سخت کړل نو پیونګ یانګ له څو اونیو راپه دې خوا ګواښونه پیل کړي، چې پر امریکا، جنوبي کوریا او جاپان به حملې وکړي.