په ننګرهار کې د سکانو (ویساک) پیل شو

په ننګرهار کې د سکانو د لوی اختر(ویساک) درې ورځنی اختر نن پیل شو.

په ننګرهار کې د سکانو وياند ډاکټر ارميت سنګهـ ازادۍ راډيو ته وویل، چې د سکانو د مذهبي لوی اختر مراسم نن د پنجشنبې په ورځ په رسمي دول د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ د سلطانپور په سیمه کې پیل شو، چې درې وځې به دوام وکړي.

سکان په داسې حال کې د ويساک مراسم نمانځي، چې د کورنيو جګړو له امله په هېواد کې له ٣٧٤٦٤ سکهـ کورنيو څخه د هېواد په پنځو ولايتونو کې يواځې ٤٠٠ کورنۍ پاتې دي او ٨٤ يي مهاجر شوي دي.