"په کلیو کې ۳۵فیصده خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري"

د افغانستان د کلیو پراختیا وزارت وايي، چې د هېواد په کلیو کې شاوخوا پنځه دیرش سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.

دغه وزارت د څښاک اوبو ته دخلکو دلاسرسي د زیاتیدو لارو چارو په خاطر د دوشنبې په ورځ په کابل کې یو سیمنار جوړ کړی و چې د یوشمیر دولتي ادارو او مرسته کوونکو موسسو مسوولینو پکې برخه اخیستې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ناپاکو اوبو د څښلو له امله د ناروغیو له زیاتیدو خبر ورکوي.
تفصیل د محمدویس صممیم په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

"په کلیو کې ۳۵فیصده خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري"