له ماین سره د مبارزې نړېواله ورځ او په افغانستان کې یې قربانیان

په افغانستان کې د ماین پاکۍ ځیني موسسې وایي، چې په دې هېواد کې اوس هم په550 کېلومتره مربع سیمه کې ماینونه ښخ دي.

له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو شاوخوا 21 کاله کېږي، خو د دغو ځواکونو او د دوی د پلویانو له خوا ښخ شوي ماینونه اوس هم لسګونه افغانان وژني او یا یې معلولوي.

د ماین پاکۍ د ادارو د معلوماتو له مخې په تیرو شا او خوا شلو کلونو کې په دې هېواد کې دغو موسسو 2000 کېلومتره مربع سیمه له ماینونو پاکه کړي او د پاتو سیمو د پاکولو لپاره لسو نورو کلونو ته هم اړتیا ده.

په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسو د اجرایه کمېټې او د ATC د موسسې رئیس کفایت الله ابلاغ وايي، چې اوس مهال هم هره ورځ په دې هېواد کې یو یا دوه کسان د ماینونو قرباني کېږي:

“اوس د ورځې یوه یا دوې پیښي کېږي، په لومړي سر کې د پیښو قربانیان 60 فیصده کوچنیان وه، په افغانستان کې نژدې دوه زره کېلومتره مربع سیمه له ماینونو پاکه شوې ده.

نژدې 550 کېلومتره مربع سیمه پاته ده، چې په لسو کلونو کې به پاکه شي، که مرسته کوونکې پیسې راکړي.”


ښاغلی ابلاغ وايي، چې په روسیې، ایټالیا، انګلستان، ایران او پاکستان کې جوړ شوي درې پنځوس ډوله ماینونه موجود دي چې ډیرخطرناکه دی.

د یوناما د یو راپور پر اساس هغه مهال چې پخواني شوروي ا تحاد په افغانستان کې ماته وخوړه، تر وتلو وروسته یې د افغانستان د نفوس برابر ماینونه او نا چاودېدونکې توکې ترشا پرېښودل.

د ماین پاکۍ د ATC موسسې مشر وايي، په تیرو څه باندې دوو لسیزو کې له ماینونو سره مبارزه اسانه نه وه او 774 تنه ماین پاکان هم وژل شوي او یا هم معلول شوي دي.

(ICRC) یا د سره صلیب نړېواله اداره، چې د جګړې له قربانیانو سره مرسته کوي، دوی هغو کسانو ته هم مصنوعي لاسونه او پښې جوړوي، چې د ماینونوپه چاودنوکې یې پرې شوی.

په افغانستان کې ددې کمېټې ویاند عبدالحسیب رحیمي ازادۍ راډیو ته وویل، چې پخوا په دې هیواد کې د دوی 7 ارتوپیدي مرکزونو ته هر کال زر تنه د ماینونو معلولان ور وړل کېدل، چې اوس په کال کې پنځه سوه کسان ورځي او دوی ورته پلاسټیکې پښې جوړوي:

“تقریباً په یوه کال کې موږ 8 زره نوي ناروغان ثبتو، په دوی کې زر داسي کسان وي، چې لاسونه او یا پښې یې پرېسوي دي، په دوی کې پنځه سوه د ماین قربانیان دي.

پخوا موږ د کاله زر تنه د ماین قربانیان ثبتوله، خو اوس دا رقم را کم شوی دی.”


د افغان پوځ 22 کلن ځوان بریدمل زرین خیل چې د مور او پلار یو زوی دی، غوښتل چې په هلمند ولایت کې د خپلي دندي پر وخت پر لاره دوه ښخ سوي ماینونه شنډ کړي.

خو دی خبر نه و چې دریم ماین به دده غبرګي پښې پرېکوي او نور به د افغان پوځ په لیکو کې نه څرګندیږي، ده په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

“ما ویل حلال رزق به پیدا کړم او اردو ته ولاړم، په ګذمه وتلي وو، دوه ماینونه مو را و ایستل او درېیم راباند وچاودید.

پنځلس ورځې وروسته پوه شوم، چې معلول شوی یم، ماته یې پیچکارۍ کولې، زه نه پوهېدم چې معیوب شوی یم.”


بلال د افغان پوځ په لیکو کې څلور کاله هېواد ته خدمت کړی، نوموړی وايي د افغانستان د ملي امنیت د ساتلو په نیت په عملیاتو کې له خپلي ډلګۍ سره وتل وو، چې د ښخ سوي ماین ښکار شو.

د ماین چاودني د 25 کلن بلال دواړي پښې پرېکړي او یو لاس یې هم ورمات کړی او دی اوس د خپلو ملګرو په پوځي پریت کې ګډون نه سي کولای او د سره صلیب له خوا ورکړل سوو پلاسټیکې پښو ته اړ دی:

“کله چې ماین راباندې وچاودید، څلور ورځې وروسته په حال کې راغلم، پوه شوم چې پښې مې نشته.

سل فیصده مې په ژوند کې بدلون راغلی، ولې چې پښې مې پرې شوې او لاس مې هم مات شو، نو راتلوونکې ژوند به مې دغه ډول وي.”


د راپورونو او احصاییو له مخي په افغانستان کې سلګونه زره داسې کسان سته ، چې د ماینونو او چاودېدونکو موادو په چاودنه کې معلول شوي دي.

خو د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کې د ولسي وژنو په اړه په یوه سروې کې ویل سوي، چې د 2012 کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکې تلفاتو شمېر ۱۱۴۵ تنه و او تر ۲۰۰۰ زیات نور ټپیان سوي و، چې ډېری یې د سړک د غاړي د بمي چاودنو قربانیان دي.

د سره صلیب نړېواله اداره د تیر په څېر بیا هم په افغانستان کې د جګړې پر بیلا بیلو خواو ږغ کوي، چې د ولسي خلکو ژوند ته زیان ونه رسوي.

د راپورونو له مخي په افغانستان کې د یوه ماین په شنډولو له 100 ډالر ډېر لګښت کېږي، چې د ماین له جوړېدو سره یې بیه تقریباً برابر ده.

د اوتاوا د تړون له مخي چې باید تر میلادي 2013 کال پوري افغانستان د ماینونو او نا چاودو توکو څخه پاک سوی وای، خو د ماین پاکۍ ادارې وايي، دا کار لس کاله نور وخت هم غواړي.

په ا فغانستان کې همدا اوس څوارلس زره کسان د ماین پاکۍ په کار بوخت دي او دا هیواد لا هم.

د نړۍ په هغو پنځو هیوادونو کې شامل دی، چې د ماینونو او چاودېدونکو توکو له درکه ډیر خطرناک ګڼل کېږي.

راپورونه وایي، چې اوس مهال په افغانستان کې جنګي ډلي تر ډیره د خپلو حملو لپاره له ماینونو کار اخلي او د ماین پاکۍ ادارې وايي، چې دغه ماینونه د پخوانیو په پرتله ډیر خطرناک دي.

معصوم میوند- کابل