روسیه افغانستان ته د بیا تګ امکانات څیړي

مخکې له دې، چې په ۱۹۸۹ کال کې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه له افغانستانه ووځي، شوروي اتحاد ته دغه اشغال د پنځلس زره عسکرو په وژل کیدو او له پنځوس زرو زیاتو په ټپي کیدو تمام شوی و.

د پخواني شوروي اتحاد وروستي واکمن میخایل ګرباچوف په افغانستان کې د شوروي اتحاد پوځي مداخله ناسور ټپ بللی و.

فارن پالیسي خپرونه لیکي، دا دی د افغانستان پر جګړې له دو لسیزو تیریدو وروسته چې د شوروي اتحاد لپاره یې د ویتنام د جګړې موقف درلود، روسیه لیوالتیا ښیي، چې بیا په افغانستان کې پوځي حضور ولري.

د روسیې دفاعي چارواکي په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې د پوځي اډو د جوړولو امکانات څیړي.

د روسیې د دفاع وزارت د همکارۍ د څانګې یوه چارواکی سرګې کوشیلیف د راشا ټوډې خپرونې ته ویلي، چې دوې له افغان امنیتي ځواکونو سره د روسیي وسایلو او تجهیزاتو د ساتنې او ترمیم لپاره د ورکشاپونو جوړول څیړي.

د کریشچن ساینس مونیتور ورځپاڼې په وینا د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان د ملي اردو لپاره روسي ام ای ۱۷ ډوله اویا هلیکپټرې چې د هرې یوې بیه یې اولس میلیون ډالره ده، اخیستي او غواړي چې د یوه بل لانجمن قرارداد په اساس دا ډول ۳۰ نورې هیلیکپټرې هم واخلي.

فارن پالیسي خپرونه لیکې، د سپکو وسلو، زغروال ګاډو او هلیکپټرو د ساتنې او ترمیم ترڅنګ روسیه دغه راز د لارو د هغې شبکې د پراختیا لارې چارې څیړي، چې افغانستان له مرکزي اسیا سره نښلوي او د شمالي شبکې په نوم هم یادیږي.

د روسیې د پراودا ورځپاڼې چې د روسیې حکومت یې تمویلوي، په وروستیو کې په یوه مطلب کې ویلي وچې دا واضح ده چې له افغانستانه د ناتو د ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان له مسلې سره د روسیې لیوالتیا زیاته شي.