د م.م عمومي اسمبله د وسلو د نړېوال تجارت د تړون په اړه رایې ورکوي

په پام کې ده چې، د ملګروملتونو عمومي اسمبله نن د هغه تړون په اړه چې د وسلو د تجارت د مقرراتو ټاکونکی لومړنی نړیوال تړون به وي رایې ورکړي.

د دې تړون پرېکړه لیک باید د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو د اکثریت له خوا تصویب شي. دا تړون د عمومي اسمبلۍ د رایو لپاره په داسې حال کې وړاندې کېږي؛ چې ایران، شمالي کوریا او سوریې تېره اونۍ په یوه خوله د دې تړون په طرح کې له بدلون سره مخالفت اعلان کړ.

فعالان او حکومتونه له نژدې یوې لسیزې راهیسې د وسلو د تجارت د مقرراتو پر تړون په دې مقصد کار کوي چې؛ د تروریستانو او جنایتکارانو لاس ته د وسلو د لوېدو مخنیوی وکړي.