د نړۍ د عیسویانو ستر مذهبې مشر پاپ فرانسس په نړۍ کې د سولې غږ وکړ

د نړۍ د عیسویانو ستر مذهبې مشر پاپ فرانسس د عیسویانو د اختر یا ایستر په مناسبت په نړۍ کې د سولې غږ وکړ:

«دلته په روم او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې زما وروڼو او خویندو اختر یا ایستر مو مبارک شه».

پاپ فرانسس د یکشنبې په ورځ په واتیکان کي په منځنې ختیځ ، یو شمېر افریقایي هیوادونو او د کوریا ټاپووزمې کې چې له بحران سره مخامخ ده، د سولې دعا وکړه.

د عیسویانو مشر د منځنې ختیځ د سولې په اړه وویل:

«سوله د عراق لپاره. خداي دي هرډول شخړې ختمې کړي. له ټولو نه لومړی، زمونږ ګرانې سوریې ته سوله، د هغې خلکو ته چې د شخړو پواسطه ځپل شوې او د هغو مهاجرو او بي ځایه شویو لپاره چې مرستې او راحت ته اړدي.

څومره وینې توېی شوې او د بحران د حل لپاره د یوه سیاسي حل له میندلو مخکې به هلته نور څومره کړاو وي».

د نړۍ د عیسویانو مذهبې مشر د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ هم د یوې دوامدارې سولې لپاره دعا وکړه.