پاکستان: افغانستان د راکټي حملو په اړه له حده زیات جدي غبرګون ښودلی

پاکستان افغانستان تورن کړ، چې پر کونړ د راکټي حملو په اړه یې له حده زیات جدي غبرګون ښودلی دی.

وروسته له هغې، چې د پاکستان له خاورې د کنړ په سرحدي سیمې یو ځلې بیا راکټي حملې وشوې افغانستان په کوټه کې د پاکستان د پوځ په یوه تمرین د افغانستان د یولسو افسران ګډون لغوه کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعزاز احمد چوهدري فرانس پرس آژانس ته ویلي، موږ په دې باوري یو چې افغانستان د یوې وړې مسلې په وړاندې زیات عکس العمل ښودلی دی.

د کونړ چارواکي وايي، چې د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې د پاکستان له خاورې پر کونړ پنځوس توغندي ویشتل شوي چې خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي.