د ننګرهار امیرشهید بڼ د غصب هڅې هم روانې دي

د ننګرهار د ولایتي شورا يو شمېرغړي وايي، په ننګرهار کې د ځمکو د غصب مساله تر دې رسیدلې؛ چې اوس یو شمېر کسانو د جلال اباد ښار په زړه کې د اميرشهید دولتي بڼ غصب ته هم ملاتړلې ده.

د دغو استازو په خبره په دې ولایت کې د ځمکو دغصب په اړه د سمیه ییزو چارواکو بې غوري، نه جدي توب اواداري فساد د دې لامل شوی، چې اوس یو شمېر خلکو د دولتي ځمکو، باغونو او ښوونځيو غصب ته هم مخه کړې ده.

د ولایتي شورا استازي د هغه تن خبره کوي؛ چې څو ورځې وړاندې د امیرشهید په دولتي بڼ کې دېوال پیل کړی و او داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې ګواکې د دغه بڼ د خرڅولو هڅې روانې دي.
ولایتي شورا وکیلان ډاکټر درانی او ذبیح الله زمری وايي:

"د ځمکو دغصب لړۍ اوس تر دې ورسیده، چې اوس د غازي امان الله خان د افغانستان د ویاړ نه ډک نه هغه ځای، چې د قبر نه شاوخوا د شینوالي لپاره پريښودل شوی و اوس په هغې باندې د جعلي قبالو د تیرولو هڅه هم شوې ده.

۲- د دوی تر شاه د چارواکو لاس دی، ځکه دغو خلکو سره، چې لوی لاسونه نه وي، نه شي کولی، چې په یوه ورځ کې دومره اوږد دیوال جوړ کړي."


که څه هم دغو وکیلانو په دې مساله کې د چا نوم وانه خیست؛ خو وايي، چې د دغو غاصبینو تر شاه د لویو کسانو لاسونه او ملاتړ موجود دی.

هغه کس، چې څو ورځې وړاندې په دې بڼ کې يې دیوال پیل کړی و؛ ډاکترنیک محمد مومند نومیږي.

نوموړی وايي، دی دغازي امان الله خان د کورنۍ شرعي وکیل دی او وايي، دغازي امان الله خان د کورنۍ د ځینوغړو په غوښتنه یې د باغ د رغولو کار پیل کړی.

د مومند په خبره یاد باغ دغازي امان الله خان د کورنۍ شخصي ملکیت دی او دا د هغوی خوښه ده چې خپله یې رغوي اوکه یې پربل چاپلوري.

خو د غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه وايي؛ د ډاکتر نیک محمد په نوم کوم کس نه پيژني او نه هم دوی د یاد باغ د خرڅولو نیت لري.

"هلته زما د پلار قبر دی، زما د مور قبر دی، هیڅکله هم موږ دا بڼ نه خرڅوو او نه د نیک محمد په نوم څوک پيژنو."

د ننګرهار والي ګل اغاشیرزی وايي؛ د امېرشهید په نوم باغ دولتي دی او هیڅوک یې د غصبولو او یا خرڅولو حق نه لري.

نوموړی وايي، هغه کس چې په باغ کې یې په خپل سرکار پیل کړی و؛ کارې پرې بند شوی او کس به د قانون منګولوته وسپاري.

"زه،چې خبر شوم په امیرشهید بڼ کې دیوال جوړ شوی یا دا داسې آوازې دي، چې دا خرڅيږي، ما ښاروال ته وویل، چې ورشئ ړنګ يې کړئ بله خبره دا، چې که څوک د دې بڼ شخصي قباله هم ولري؛ خو چې اودېرش کاله پرې تیر شي او هغه ملکیت له دولت سره وي؛ نو بیا هغه ځمکه د دولت ملکیت ګرځي."

په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د ځمکې د غصب مساله زیاته شوې او اوس تر دې راورسیده، چې دولتي او تاریخي ځمکې هم غصب کړي.

د کتوونکو په باور که دولتي چارواکو له دې وړاندې د غاصبینو په مخنیوي کې جدي اقدام کړای واي؛ نو اوس به د دغو غاصبینو لاس تر دولتي ځمکو نه رسیده.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد