"د لغمان په مرکزي روغتون کې د ناروغانو سمه توګه درملنه نه کیږي"

د لغمان د مرکزي روغتون ناروغان او پایوازان وايي، چې دوي د درملنې په خاطر په ټول لغمان کې همدا یو مرکزي روغتون لري، خو دلته يي هم د ناروغانو سمه درملنه نه کیږي.

دوي وايي، یو خو په دې روغتون کې د پيژندګلوی پرته ډاکټران د ناروغ پوښتنه نه کوي او بل د امکاناتو او د متخصص ډاکټرانو د نه موجودیت له امله ډيری وخت خپل ناروغان د جلال اباد روغتون او یا هم پيښور ته د درملنې په موخه وړي:

"نوم مې عبدالخالق دی، تېر مازديګر مې خپل زوى، چې لاس يې مات شوى و، شفاخانه ته راوړ، خو دلته د شپې تر لسو بجو پورې د کوم ډاکټر څرک نه لګېده.

طیب خان : روغتون ته چې ورشې، وايي دا د ننګرهار روغتون ته بوځئ، هلته چې ولاړ شو وايي، پېښور ته ولاړ شئ، خو تر څو چې پېښور ته ځو نو مريض مړ وي.

سيداغا: درمل هم نشته، يوه ګډوډي جوړه ده، سړى حيران شي چې څه وکړي."


د دوي په خبره د خلکو اقتصاد کمزوری دی او نه شي کولای، چې خپل هر ناروغ پاکستان ته د درملنې په موخه ولیږدوي.

دغه ناروغان او پایوازان پر مرکزي دولت غږ کوي، چې د دوي ستونزې دې درک کړي او د حل په موخه دې اقدامات وکړي، خو د لغمان د ولايتي روغتون رييس عطاالله نيازي هغه ټولې ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګواکې په ياد روغتون کې مسلکي ډاکټر نشته او زياتوي چې په ولادي نسايي برخه کې هم متخصصين لري:

"موږ شل ډاکټران لرو په دې کې لس تنه متخصصین دي، چې دوه زنانه، دوه اطفالو او دوه داخله او درې د جراحي متخصصین دي بل موږ ته د لست له مخې سټنډرډ درمل راځي ولې ځینې درمل په کې نشته بیا موږ مجبور یو، چې خلک درملتون ته واستوو، چې دوا راوړي."

خو ډاکټر نیازی د خلکو ځينې ستونزې پر ځای وګڼلې او ويي ویل، چې ياد روغتون تر اوسه په معياري ډول نه دى جوړ شوى.

د هغه په وينا، روغتون د سلو بسترونو ظرفيت لري، خو اوس دوي په کې ١٣٨ بستره اچولي او د وزارت له خوا ورته امکانات هم کم ورکول کیږي.

د لغمان د روغتیا ریاست مسولین وايي، چې د دې ولایت په ولسواليو کې واړه کلینیکونه شته خو د ولسوالۍ په کچه په یوه ولسوالۍ کې هم روغتون نه دی جوړ شوی او همدا لامل بلل کیږي، چې د لغمان په مرکزي شفاخانې ناروغان زیات دي.

دوي وړاندیز کوي، چې که چيرې روغتیا وزارت په دې ولایت کې د ولسوالیو په کچه روغتونونه جوړ کړي نو د ډیرو ناروغانو درملنه به په خپلو سیمو کې ترسره شي، چې له دې سره به له یوې خوا د خلکو ستونزې اوارې شي او بل لور به د لغمان پر مرکزي شفاخانې کې ناروغان راکم او ډاګټران به په سمه توګه د مریضانو درملنه وکړي.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد