ترافیکي سرغړونې په تجارت بدلې شوي دي

واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکي، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو امریکايي قوماندان د یکشنبې په ورځ وویل، چې د جمهور ریس حامد کرزي وروستی امر به پر ځای کړي.

جمهور ریس حامد کرزي په وروستیو کې افغان ځواکونو ته دستور ورکړ ، چې تر دې وروسته به په عملیاتو کې د نړېوالو ځواکونو هوايي ملاتړ نه غواړي.

واشنګټن پوست وايي: جنرال دانفورد، چې تیره میاشت یې په افغانستان کې د ناټو قواوو قومانداني واخیسته، په پيل کې د جمهور ریس کرزي امر ته په اسانۍ وکتل، خو د یکشنبې په ورځ یې په دې اړه د خبریالانو په وړاندې په جدیت او صراحت خبرې کولې.

د ورځپاڼې په حواله، جنرال دانفورد د ۲۰۱۴ کال تر پایه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ماموریت د پاي ته رسولو مسولیت لري.

د واشنګټن پوست په لیکنه، د جنرال دانفورد یوه بله دنده دا ده، چې د جمهور ریس حامد کرزي سره، چې تند مزاج لري، تعامل وکړي.

واشنګټن پوست لیکي، چې یو شمېر امریکايي مقامات باور لري، چې ولسمشر کرزی د خپل حکومت څخه د ستر یولس کلن ملاتړ، په ځانګړي ډول د امریکا د ملاتړ ، چې تر اوسه یې ۲۱۷۷ عسکر وژل شوي، قدرداني نه کوي.

ورځپاڼه د جنرال دانفورد په حواله لیکي، چې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی لري او په راتلونکو څو ورځو کې به د هوايي ملاتړ په اړه د جمهور ریس حامد کرزي د وروستیو خبرو د جزیاتو د تر لاسه کولو لپاره دا افغانستان د لوي درستیز او د دفاع وزیر سره وګوري.

واشنګټن پوست ورځپاڼه همدا راز په افغانستان د یوه پخواني پوځي جنرال امان الله امرخیل په حواله وايي: د افغانستان په څير هېواد، چې پياوړي توپچي قوتونه او هوايي ځواک نه لري څو د خپلو پیاده ځواکونو ملاتړ وکړي، ځنګه داسې دښمن ته ماتې ورکولای شي، چې له اراضي سره بلد دی او هرځای ځان پټولای شي؟ د دې لپاره هوايي ځواک ته اړتیا ده .

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په کابل ښار کې د ټرافیکي وضعیت د څرنګوالي، په ښار کې د موټرو د ګڼې ګوڼې او د کابل د ترافیک پولیسو په سیسټم کې د اداري فساد په اړه تبصره کړې ده .

نیویارک ټایمز لیکي، چې د کابل ترافیک د بیلا بیلو ډولونو زرهاوو موټر ، موټر سایکل او بایسکل د ښار په شمالي څنډه کې زندان ته ورته په یوه لوی سرای کې را ټول کړي دي.

دا موټر د خلکو دي او پولیسو د بیلا بیلو سرغړونو په خاطر دلته درول شوي دي.

د بیلګې په ډول ځيني یې په چپ لاس تاویږي، ځيني يې په ممنوع ځایونو کې درول شوي وو، ځینو واړه ټکرونه کړي وو او ځیني یې د یوې ناوړه تخطي په خاطر ، چې د رشوت نه ورکول دي، دلته درول شوي دي.

د کابل د ترافیکو مدیر اسد الله خان نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې ترافیکي سرغړونې په تجارت بدلې شوې دي او حکومت په کال کې څلویښت ملیونه ډالر د جرمانې او ماليې په توګه را ټولوي.

د افغانستان د کورنیوچارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته د خپلې یوې تجربې کیسه کړې ده .

صدیقي ویلي، چې یوه ورځ یې موټر له یوه بل موټر سره ټکر وکړ او کله، چې ده غوښتل د ترافیکي پيښو پولیسو ته ټیلیفون وکړي، د موټر چلونکو خبر داری ورکړ ، چې داسې دی نه کو ي ځکه د پولیسو له را رسیدو سره ستونزې لا زیاتیږي.