د فبرورۍ پر څوارلسمې په ټوله نړۍ کې والینټاینز ډې یا د مینانو ورځ لمانځل کیږي

نن پنجشنبې چې د فبرورۍ له څوارلسمې سره برابره ده په ټوله نړۍ کې والینټاینز ډې یا د مینانو ورځ لمانځل کیږي.

په غربي فرهنګ کې ځوانان له دې ورځې څخه د مینې او علاقې د اظهار د ورځې په توګه لمانځنه کوي.

په دې وروستیو کې د ځینو افغان ځوانانو ترمنځ هم د دغې ورځې لمانځنه رواج شوې ده.

د ګلانو پلورونکي وایي، هر کال یې د مینانو د ورځې په مناسبت خرڅلاو ډېرېږي.

د ویلو ده، چې په ټوله نړۍ کې ۶۲ فیصده ځوانان له دې ورځې څخه لمانځنه کوي.