د بلوچستان په کچلاغ کې چاودنې څلور تنه مړه او ټپیان کړل

د بلوچستان په کچلاغ سيمه کې چاودنه شوې چې يو تن په کې وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي. پوليس وايي، د چاودنې له ځايه يې د يوه تن سر او د بدن نورې برخې موندلې دي، چې وايي کېداى شي دا ځانوژونکى بريد وي.

د شنبې په ماځيګر د کوټې ښار شمال لوېديځ لور ته په شاوخوا شل کيليوميټرۍ کې د کچلاغ بازار په منځ کې د پوليسو تاڼۍ د ودانۍ شاته يوه چاودنه وشوه؛ چې يو تن په کې وژل شوى دى.

پوليسو په سمدستي توګه رسنيو ته وويل، چې چاودنه د پوليسو د تاڼې شاته په داسې وخت کې شوې؛ چې يوه تن چاودېدونکي توکي ښخول، خو ناڅاپه په خپله پر ښخوونکي باندې ور وچاودل او زوروره چاودنه يې وکړه، چې ښخوونکى تن په کې ووژل شو او د چاودنې ځاى ته نيژدې يې درې تنه نور ټپيان کړل.

پوليس وايي، د چاودنې له ځايه يې د يوه تن سر او د بدن نور غړي هم موندلي دي، چې کېداى شي دا ځانوژونکى بريد وي او هدف ته تر رسېدو مخکې چاودېدونکي توکي پخپله پر ځانوژونکي ور چاودلي وي.

پوليسو د پېښې سيمه محاصره کړ او څوک نيژدې نه ور پرېښوول، وايي، د چاودنې له ځاى سره نيژدې يو مشکوک موټر ولاړ و؛ چې له چاودېدونکيو موادو ډک و او اوس يې ناکاره کړي دي. د کوټې د پوليسو مشر وزيرخان ناصر د دې پېښې په اړه وايي:

وزيرخان ناصر وايي، دغه مواد پينځويشت کيليوګرامه وو او د پيټرولو په دوو ډبو کې شل ليټره پيټرول هم وو، چې که چاودلي واى د پوليسو تاڼې او شاوخوا کورونو ته به يې سخت مالي او ځان تاوان اړولى واى.

کچلاغ د کوټې او چمن تر منځ پرته سيمه ده چې ګڼ شمېر افغانان هم په کې اوسېږي او سلګونه افغان طالبان په دې سيمه کې په ديني زدکړو بوخت دي. د تېر کال په نومبر کې ډېلي بيسټ ورځپاڼې يو راپور خپور کړى چې د افغانستان د وسله والو طالبانو يو مشر ملا شاهدخېل هم په همدې کچلاغ سيمه کې نامالومو کسانو په ډزو ويشتلى او سخت يې ټپي کړى وو.

راپور: بارکوال مياخېل - کوټه