عریضه لیکونکي افغانستان کې عامو خلکو ته خاص اهمیت لري

عصمت الله یو له همدغو عریضه لیکونکو دی

که څه هم چې په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله د سواد کچه لوړه شوې ده، خو اوس هم عریضه لیکونکي په دغه هېواد کې عامو خلکو ته له خاص اهمیت برخمن دي.

عریضه لیکونکي له ډېر پخوا د افغانستان په لویو او وړو ښارونو کې د رسمي ادارو مخ ته ناست وي، څو د دې ولس له زده کړو پاتي کسان پرې خپلې عریضې او نورې لیکنې وکړي.

عصمت الله یو له همدغو عریضه لیکونکو دی، چې په خبره یې له شلو کلونو راهیسې یې همدا کاروبار دی او ترې خوښ هم دی:

(تقریباً شل کاله کیږي دلته عریضه نویسي کوم. د خپل کاروبار نه ډېر راضي یم ځکه چې حلاله روزي ده او حلاله روزي پیدا کوو بیا یې مصرفوو.)

عصمت الله وايي، که څه هم چې پخوا به دوي د مرزا، منشي، قلم مخصوص او ځینو نورو لقبونو په نوم کارونه مخته وړل او له ولس سره به یې پوره قدر و اوس هم د نوې ټیکنالوژۍ په راتلو او له قلم او لیکلو څخه د ځوانانو په لیرې پاتې کیدو د دوي بازار تود او لا تود پاتې دی:

(خلک په دې کې مشکلاتونه لري مثلا اوس شرایط د کمپوټر دي.
کمپیوټر باندې هموطنان ښه پوهیږي خو په دې برخو کې رشته بندې باندې دومره نه پوهیږي. اوس مې قدر اضافه شوی دی.)

عصمت الله وايي، له دوه میرمنو او دولسو بچیانو سره چې د پوهنتون تر کچې یې په خپلو دغو بچیانو زده کړې کړي خوښ ژوند تیروي.

دی وايي، که څه هم چې عمر یې دوه کم شپیتو ته رسیدلی، خو حلالې ډوډۍ ځوان پاتې کړی او په خبره یې چې له زمانې سره د برابرۍ په خاطر یې خپله ږیره او سر هم رنګ کړي:

(اته پنځوس کلن یمه، خو شکر دا پاکستاني رنګونه ډیر شته او زه خپله ږیره رنګومه.)

دی وايي، هغه وخت سخت ځوریږي او په خپل خوار ملت یې زړه خوږیږي چې ده ته په راتلونکو خلکو کې ځینې داسې کسان هم وي چې په دې نه پوهیږي څه ووايي او څه پرې ولیکي.

که څه هم چې په تېرو لسو کلونو کې کمپیوټري ټیکنالوژۍ ډېر پرمختګ کړی او په ډېری ادارو کې کارونه پرې سپک شوي خو شته داسې خلک چې لا هم د سړکونو په غاړې د عریضه لیکونکو مخ ته ناست وي او خپلې عریضې او غوښتنلیکونه پرې لیکي.

ډیری ځوانان په دې باور دي چې عریضه لیکونکي د رسمي ادارو د اداري مراحلو او اړوندو ادارو ته د عریضو د راجع کولو په چل ښه پوهیږي نو ځکه هم غوره بولي ددې له ځایه چې خپله عریضې ولیکي په همدغو عریضه لیکونکو خپلې عریضې او لیکنې وکړي.

سیداسمعیل چې د ننګرهار له مومندرې څخه په خپل کوم کار پسې کابل ته راغلی د عریضه لیکونکو د ارزښت په اړه وايي:

(عریضه لیکل خو ولې مې نه دي زده کړي. خو د دوي غوندې یې نه شمه لیکلی.

بس دا د خدای پاک یو نظام دی چاته په بیلچه توب کې دومره زور ورکړي چې هغه بیلچه باندې خټه تېزه رااړوي او چاته هم په قلم کې دومره زور ورکړي چې هغه خطاطي یې وګوري بس خط نه یې ځاریږې.)

خو دا چې په ښوونیزو مرکزونو او ښوونځیو کې د ژبو د زده کړې او په ملي ژبو د لیک لوست د ښه پوهیدو لپاره ولې اغیزمن کارونه نه دي شوي ‌ډیری خلک یې له کمپیوټري او پرمختللې ټکنالوژۍ څخه په ډېرې کارونې کې بولي او وايي، چې پرمختللې ټکنالوژۍ له ځوانانو پوره د لیک لوست وړتیا اخیستې ده.

راپور: صفي الله ستانکزی