وړو بانکي پورونو د کسبګرو ښځو پر کاروبار مثبت اغیز کړی

افغان کسب ګرې میرمنې د وړو پورونو له خدمتونو خوشحاله دي او وایي، چې د دوی په کار او بار کې یې د پام وړ مثبت بدلونونه راوستلي.

واړه پورونه چې په کابل کې د مایکروفایننس بانک له خوا د ښار په څلورو سیمو کې ورکول کیږي، له پنځه ویشت زره افغانیو نیولې تر دوه نیم لکه افغانیو پورې رسیږي.

کسب ګرې میرمنې له مایکروفایننس بانک څخه غواړي؛ چې خپل خدمتونه نور هم پراخه کړي او د پورونو موده له ټاکلي وخت څخه زیاته کړي.

ثریا انوري او پري ګل هغه میرمنې دي چې د خپلو کارونو د پياوړتیا لپاره یې څو څو ځلې واړه پورونه اخیستي.

ثریا د وړو پورونو په مرسته د کابل د نوي ښار په سیمه کې د خپلې سینګار خونې کارونه سمبال کړي او پري ګل بیا په لاسونو باندې د بیلابیلو څیزونو د ګنډلو کار او بار کوي.

"۱- دا دریم ځل دی چې زه د خپل د کار د ښه والي لپاره واړه پورونه اخلم؛ ما دغه پیسې د دکان په سمبالښت لګولي، په کاروبار کې مې اتیا نوي فیصده ښه والی راغلی، ما په لومړي سرکې د دکان چلولو پیسې نه درلودې نوځکه مې قرضه واخیسته.

۲- ما په لومړي سرکې پنځه ویشت تر دیرش زره افغانیو پورې پیسې درلودې، اوس زه هرځل دوه دوه نیم لکه پور اخلم، له بانکي خدمتونو څخه یې زه کاملاً خوشحاله یم، کار او عاید مې ښه شوی او د ژوند کچه مې لوړه شوې ده."


د وړو پورونو خدمتونه په کابل کې د مایکروفاینسس خصوصي بانک له خوا وړاندې کیږي او د دې بانک د چارواکو په خبره هدف یې د بې وزلې د کچې ټیټوالی دی.

د وړو پورونو د ورکړې په برخه کې د دې بانک د کابل ښار د تایمنیو د څانګې مشر محمد نادر پارسا د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ د وړو پورونو خدمتونه یوازې کسب ګرو کسانو ته وړاندې کیږي.

ښاغلي پارسا زیاته کړه، کله چې کوم کسب ګر غواړي، له دوی څخه پور واخلي، نو باید چې یو بل سوداګر یا کسب ګر یې ضمانت وکړي.

نوموړي وایي، په ۲۰۰۴م کال کې یې فعالیت پیل کړی او تراوسه یوازې د تایمنیو د څانګې د مشتریانو شمیر زرګونه کسانو ته رسیدلی.

"فعلاً موږ د قرضې په برخه کې څلور زره فعال مشتریان لرو، پنځلس تر اتلس فیصده مشتریان زموږ ښځینه دي، قرضه له پنځه سووڅخه نیولې ترپنځه زره ډالرو پورې ده، هدف مو دا دی چې موږ بې کاري، غریبي او فقر له منځه یوسو."

خو یو شمیر کسب ګر شکایت کوي، چې په افغانستان کې د وړو پورونو د ورکولو په برخه کې محدودې ادارې کار کوي.

اکثره واړه پورونه له شپږو میاشتو نیولې تریوه کال پورې موده لري او د دې مودې له پوره کیدو وروسته باید بیرته بانک ته پیسې ورکول شي.

خو له دې وړاندې ځینو کسب ګرو میرمنو شکایت کړی و؛ چې کله یې د پورونو موده پوره شي، نو د بانک مسوولین د پیسو د نه درلودو په صورت کې ورسره بد چلند کوي.

راپور: اسدالله لودین