افغان هنري فلم "چاپ انداز" د اسکار جایزې ته کاندید شوی

په افغانستان کې جوړ شوی لنډ هنري فلم چاپ انداز هلکان، چې په نړېوالو کچه یې د ګڼو خلکو پاملرنه ځان ته واړوله، اسکار جایزې ته کاندید شوی، خو د دې فلم په وړاندې د اسکار تر ګټلو زیات یو بل ستر هدف پروت دی، چې په افغانستان کې د سینما د وروسته پاتې هنر پیاوړي کول دي.

بزکشي بویز یا چاپ انداز هلکان هنري فلم، چې په نړېواله کچه یې تود هرکلۍ وشو، د هغو دوو بېوزلو تنکیو ځوانانو تریخ داستان دی چې د خپلو خیالونو د رښتیا کولو هڅه کوي.

د فلم دوه اصلي کرکټرونه، یو شوخ او دوهم د پښ زوی یو مغرور هلک دی. دوی چې نژدې ملګري هم دي خپلې دې ګډې هیلې ته چې یوه ورځ به چاپ اندازان ترې جوړېږي او د بزکشۍ په لوبه کې به ګډون کوي د رسېدو هڅه کوي.

دې فلم نه یوازې په بهر کې بلکې په هېواد کې دننه د ګڼو خلکو پاملرنه ځان ته واړوله. دا فلم له لومړنیو لویو فلمونو دی چې د جوړولو تولې چارې یې په کابل کې شوي.

چاپ انداز هلکان د افغان فلم پروژې په نوم د غیرانتفاعي موسسې له خوا جوړ شوی لومړنی فلم دی. دا ټولنه وايي، هدف یې د افغانستان د سینما د هنر بیارغونه او د فلم جوړولو د کمپنیو روزل دی.

ګڼ شمېر افغان فلم جوړوونکي، څوک له څه ناڅه مسلکي مهارتونو سره او نور چې یوازې شوقیان وو، له شوټنګ نیولې تر تخنیکي پړاوونو پورې د فلم د جوړولو په ټول جریان کې حاضر وو.

په دوي کې داسې کسان هم وو، چې د لومړي ځل لپاره په یوه مهم فلم کې د لیکلو، پروډکشن او ډایرکټ امکان ورته برابر شوی و.

د مستندو فلمونو جوړوونکي امریکایي سم فرېنچ Sam French چې چاپ انداز هلکان او د افغان فلم پروژې موسسه تمویلوي، په اکتوبر میاشت کې له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې ویلي و، چې دا فلم به د افغان فلم جوړوونکو د بریا ازموینه وي.

ده هیله څرګنده کړې وه، چې دا هڅه به افغان فلم جوړوونکو ته دا پوهه ورکړي څو خپل فلمونه جوړ او د هېواد د سینما د سکټر له ودې سره مرسته وکړي:

"کله چې زه لومړی دلته راغلم پوه شوم چې په رښتیا هم په دې هېواد کې د فلم جوړولو یو فعال صنعت نشته. فکر مې وکړ چې باید د دې صنعت ظرفیتونه لوړ شي.

موږ غوښتل افغانانو ته لاره وروښیو څو د فلم جوړولو پر یوه کمپنۍ کار وکړي.

له دوی سره مو د داسې یوه فلم پر جوړولو چې د افغانانو په اړه وي، افغانان یې جوړ کړي او د افغانانو لپاره وي، اوږه په اوږه کار وکړ."


فرېنچ چې لومړی ځل په ۲۰۰۸ کال کې کابل ته ولاړ د افغانستان په اړه ډېر کم معلومات لرل. دی وايي، په لومړي سر کې یې فکر کاوه چې هلته به په کوم سنګر کې پروت وي او له وېرې به په کړوپه ملا ګرځي خو ډېرژر پوه شو، چې دا ښار له الهام بخښونکو ناویلو کیسو ډک دی.

فرېنچ وايي، دې ناویلو کیسو دی اړېست چې په ۲۰۰۹ کال کې د چاپ اندازو هلکانو سناریو ولیکي:

"لومړی چې راغلم فکر مې کاوه چې افغانستان به له بمونو او مرمیو ډک وي، خو ومې لیدل چې دا هېواد له کیسو ډک دی او خلکو یې ما ته په خلاصه غېږه هرکلی ووایه.

بیا مې د فلم جوړونې خپله کمپنۍ د هغو کیسو د بیان لپاره پرانیسته چې رسنیو نه دي ویلي، هغه کیسې چې د جګړې شاته پرتې دي."


د دې هڅو نتیجه چاپ انداز هلکان و، دېرش دقیقې فلم چې شوټنګ یې د ۲۰۱۱ کال په ژمي کې، په کابل کې اولس ورځې دوام وکړ.

په دې فلم کې فوادمحمدي، ولي تلاش او جوانمردپاییز مرکزي رولونه لوبولي.

فرېنچ وايي، د فلم ډېره برخه لګښت له هغو ۲۰۰ زره ډالرو تمویل شو چې د متحدوایالاتو د بهرنیوچارو وزارت د ده کمپنۍ ته ورکړل.

نړېوالو وروسته له دې چې چاپ انداز هلکان په متحدوایالاتو، اروپا او آسیايي هېوادونو کې په نړیوالو فستیوالونو کې نندارې ته وړاندې شو، د سم فرېنچ کار ډېر وستایه. فرېنچ تېر کال د دې فلم په خاطر د لاس انجلس د لنډو فلمونو د فستیوال جایزه وګټله او پرون د جنوري په لسمه د لنډو فلمونو په کتګورۍ کې اوسکار جایزې ته کاندید شو.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هنرونو، په تېره سینما او نورو تصویري هنرونو ته اجازه نه وه خو د دوی د رژیم له پرزېدو وروسته د سینما د هنر په برخه کې یوڅه پرمختګ ولیدل شو.

په تېرو څو کلونو کې د صدیق برمک اسامه، د عتیق رحیمي خاورې او ایرې او د نیلوفر پذیرا د کندهار سفر فلمونو په نړیواله کچه ښه شهرت ترلاسه کړ.