هند: د هغې نجلۍ چې ډله ییز جنسي تېری پرې شوی و، هویت اعلان شو

د هغې هندۍ نجلۍ، چې څو ورځې مخکې د څو تنو له خوا جنسي تېری ورباندې شوی و، هویت نن اعلان شو.

د هغې پلار د بریتانیې چاپ پيپل (People) نننۍ ګڼې ته په مرکه کې د خپلې لور نوم څرګند کړی او ویلي یې دي:

ما غوښتل، چې نړۍ زما د لور نوم (جوټي سنګ پانډې) واوري او په ورته ډول قرباني شویو ښځو ته جرات ورکړي.

په هند کې قوانین د کورنیو د امنیت په خاطر د جنسي تیري د قربانیانو د هویت د پټ پاتې کیدلو حکم کوي.

د هند د معارف وزیر حکومت ته وړاندیز کړی؛ چې د جنسي تیري پر ضد نوی قانون د پانډې د کورنۍ په نوم کړي.

درویشت کلنه جوټي سنګ پانډې د ډسمبر په ۲۸ نیټه په سنګاپور کې په روغتون کې مړه شوه، دا په شدت په سر وهل شوې وه.

حمله کونکي د جنسي تیري او قتل په تور نیول شوي اوښايي د مرګ په سزا محکوم شي.