په بلوجستان کې یوې چاودنې ۱۹ تنه شیعه زیارت کوونکي وژلي دي

نن د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې د شیعه زیارت کونکو موټر په بم والوت او ۱۹ تنه ووژل شول .

پدې چاودنه کې پينځلس تنه زخمیان شوي دي.

په سیمه کې یوه حکومتي چارواکي خبري رسنیو ته ویلي، چې د چاودنې په ځاي کې ۱۹ جسدونه وموندل شول .

دې چارواکي ویلي، چې د دې شیعه زیارت کونکو موټرو د امنیتي کسانو په بدرګه سفر کاوه او په چاودنه کې دوه تنه امنیتي مامورین هم زخمیان شوي دي.

د چارواکو په وینا، بم په موټر پورې تړل شوی وو او د ریموت کنټرول په وسیله چاودیدلی دی.

په چاودنه کې موټر یومخ له منځه تللی دی.