"پر ما جنسي تېری شوی، ما له چا سره نامشروع اړیکې نه لرلې"

Afghanistan - Sabira an afghan girl who accused by elders and mullahs (religious scholars) of Jaghori district for having illegal sexual relationship with a boy, has lashed in front of hundreds of people in Ghazni province, 22 December 2012

صابره چې له یو هلک سره د نا مشروع اړیکو د درلودلو په تور په یوه صحرايي محکمه کې په درو ووهل شوه پر افغان حکومت، د بشر د حقوقو په کمیسون او ملي شورا انتقاد کوي.

هغه وایي، چې دغو ادارو تراوسه د دې د قضیې څیړلو لپاره هیڅ ډول مرسته ورسره نه ده کړې.

داسې ښکاري، صابره، چې دغزني په چاغوري ولسوالۍ کې په عام محضر کې په درو وهل شوې لا هم له کړاوونو نده خلاصه شوې.

له ډیرې مودې انتظار وروسته په دې وتوانیدو څو له صابرې سره، چې په کابل کې د امن په یوه خونه کې ژوند کوي وګورو او د ورپیښې شوې پیښې په اړه ورسره خبرې وکړو.

صابره، چې اوس هم ویره او خفګان یی په مخ له ورایه ښکاریده؛ راته وویل، چې نه یی له کوم هلک سره دوستي درلودله او نه یې هم ورسره جنسي اړیکې، بلکه برعکس پر دې جنسي تیرې شوی و.

هغې خپله کیسه داسې بیان کړه:

"هغه ماته ډیر مزاحمت کاوه، دوه درې ورځې یې ماته د خپل تلیفون شمیره په مخ کې واچوله، څلورمه ورځ ما هغه شمیره واخیسته او زنګ مې ورته وواهه او ورته ومې ویل، چې ولې مزاحمت کوې؟ ویل زه مزاحم نه یم.

نو بیا به یې هره ورځ ماته زنګ واهه، یوه ورځ یې راته وویل، چې زما دوکان ته راشه، ما ورته وویل، چې نه زه، دې دوکان ته نه درځم، هلته څه وکړم؟ ویل یې راشه یو چا خبرې درپیسې کړي که دې کورنۍ خبره شي تا مړه کوي.

چې ورغلم له لاسه یې ونیولم او یوې پسخانې ته یې بوتلم، لاس یې زما په خوله کیښوده بیا نوره په ځان نه یم پوه شوې چې څه وشول."


صابره د غزني ولایت د جاغوري ولسوالی اوسیدونکې ده؛ چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې له یو څلورویشت کلن هلک سره د نا مشروع اړیکو د درلودلو په تور د خلکو په وړاندې په درو ووهل شوه.

دغې مسالې د ولسي جرګې، افغان حکومت او یو شمېر نړیوالو بشري حقونو عکس العملونه هم راوپارول.

صابره وایي، چې د کلي ملایانو غوښتل، چې دا د دې په ښوونځي کې په درو ووهي، خو د ښوونځي چارواکو ورسره موافقه ونه کړه او بیا یې یو ډاګ ته بوتله.

"یوې دښتې ته یې بوتلم، هلته شاوخوا دوه زره کسان وو، ملایان او نور مخور کسان هم په کې وو.

لس دُرې یې چې ووهلم نو درد یې کاوه خو له هغې وروسته راته عادي شو."


صابره وایي، سره له دې چې دا مهال په کابل کې د امن په خونو کې اوسیږي؛ خو هغه د خپلې کورنۍ امنیت ته په اندیښنه کې ده.

هغه وایي، چې وسله والو طالبانو یې پلار ته خبرداری ورکړی؛ چې یا خپله لور دوی ته تسلیم کړي او یا به هم دا ووژني.

صابره همدا راز د دې په وړاندې د بې عدالتۍ او د هغه هلک د خوشې کیدو په هکله ګیله کوي؛ چې په دې یې جنسي تیری کړی او بیا له زندانه خوشې شوی دی.

هغه د بشر د حقونو په خپلواک کمیسون او پارلمان انتقاد کوي؛ چې ولې د دې د قضیې په هکله چوپه خوله ناست دي.

"له دولت نه مې غوښتنه دا ده، چې ما سره مرسته وکړي، څو خپل حق ترلاسه کړم ځکه چې ماسره ظلم وشو.

هغه کار زما په خپل رضایت نه وو، څه وکړم د بشر د حقونو کمیسون، پارلمان او ټول همداسې چوپه خوله ناست دي؛ هیڅ هم نه کوي."


دا چې تر دې مهاله د صابرې قضیې ته څومره لاس رسۍ شوی؛ په دې هکله مو د بشر د حقونو له خپلواک کمیسون سره خبرې وکړې.

د دې کمیسون د ښځو د حقونو د څانګې مرستیاله عادله امرخیل وایي، چې د صابرې کورنۍ وخت غوښتی، څو دا موضو د جرګې له لارې حل کړی:

"د صابرې کورنۍ راته وايي، چې موږ ته وخت راکړئ، موږ دا خبره د جرګې له لارې حل کوو.

د امن خونې ته د صابرې له راوستلو زموږ هدف دا دی؛ چې دا په امنیت کې شي، څو موږ وکولای شو، چې دا موضو د خبرو اترو له لارې حل کړو. خو که موږ له هغې لارې حل نه شو کړای، بیا به یې د قانون له لارې حل کړو."


دا یواځې صابره نه ده چې په عام محضر کې په درو وهل کیږي، بلکې مخکې تر دې لسګونه نورې نجونې او ښځې په درو وهل شوي دي.

څه موده مخکې یوه بله میرمن هم په پروان کې په درو ووهل شوه.

په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي موضوع نوې نه ده بلکې افغانې میرمنې تل له دا ډول ستونزو او تاوتریخوالیو سره مخامخ وي.

خو کله چې یوولس کاله وړاندې نوی حکومت رامنځ ته شو نو ځان سره یې ښځو ته د هغوی د حقونو د تر لاسه کولو په برخه کې نوې هیلې او نوي زيري راوړل، خو د ښځو په برخه کې د بشر د حقونو لخوا د نویو ارقامو په خپرولو سره د ښځو ټولې هیلې په نا امیدۍ بدلې شوې دي.

راپور: جمیله ظریف