نیستي ښه ځوانان بدرنګوي

که فابریکې ډیرې وي، نو کارونه به ډیر وي او چې کارونه ډیر شي نو بې کاري به ورکه شي او نيستي به نه وي. څه وايي، چې نیستي ښه ځوانان بدرنګوي.

اوس هم ډير ښه ښه ځوانان په دې تمه ورځ په چوکونو تیروي، چې یو څوک به یې کار ته له ځانه سره بوځي، خو اوریدلي به مو وي، چې په منډه نده په ټنډه ده. چا ته کار پيدا شي او څوک بې کاره پاتې شي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه تاندې څانګې



سرحد پلاستيک یوه داسې فابریکه ده، چې لسګونه بې روزګاره ځوانانو ته یې کار روزګار پېدا کړی.

دا فابریکه د پل چرخي پر سړک په صنعتي پارکونو کې ده، د فابریکې په دفتر کې د رييس پر چوکۍ یو د پاخه عمر سړی ناست و، دا سړی ظریف ګل ځدراڼ و، یانې د همدې فابریکې مشر، هغه وویل، چې نږدې له لسو کلنو راهیسې د دوي فابریکه فعالیت کوي، چې پلاستیکي بوټونه او چپلک تولیدوي او لسګونه ځوانان ورسره په کار بوخت دي.

د فابریکې د لویو لویو کوټو یوه خوا د پلاستيکي څپلکو او بوټانو بنډلونو نیولې وه، بلې خوا ته یې لوی لوی ماشینونه څرخیدل او ځوانان په کار لګیا وو، چا د ماشین قالبونه خلاصول، چا تازه تولید شوي څپلک او بوټان سره سمول، چا ګل کاري پرې کوله او چا په خلتو کې سمبالول.

یو ځوان چې تولید شوي توکي یې په پلاستیکونو کې بندول، کریم نومیده، د ننګرهار د دره نور و، خوشاله و، چې په خپل هیواد کې کار کوي او داسې توکي جوړوي، ویل یې چې کاش فابریکې ډیرې شي، چې کارونه ورسره ډير شي.

یو متل دی، وايي ډیره یې مونده نه، لږه یې اخیسته نه... یو ځوان تاج ولي وايي، چې د کار په زده کولو کې باید څوک په لږو او ډیروپیسو پسې ونه ګرځي، باید کار زده کړي، چې کار زده کړي، پیسې بیا پخپله ورته ډیريږي.

محمد یوسف له لسو کلونو راهيسې هلته کار کوي، وايي چې هره اوونۍ درې څلور زره افغانۍ کور ته وړم، وايي خفه یم، چې درس مې ندی ویلی، خو خوشاله یم، چې یو کسب مې زده کړی.

د مېوند په نوم یو ځوان مې وپوښت، هغه ویل زه استاد یم، او تازه راغلیو ځوانانو ته کار ورزده کوم.

د نوموړې فابرېکې له مشر ظریف ګل ځدراڼ نه مې د تولیداتو په اړه پوښتنه وکړه، چې کومو سیمو ته یې لیږي او له هیواده بهر هم څوک مال ترې غواړي او که نه؟، ده وویل، چې د ټول افغانستان په ګډون تاجکستان هېواد ته هم مال لیږي.

ځدراڼ د دې تر څنګ چې له خپلو کارونو خوشاله دی، له دولته ګیله من هم دی، دی وايي، چې که چېرې د ځینو نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم له بهره د هغو تولیداتو په راوړلو یا بندیز ولګول شي او یا محصولات لوړ کړای شي، چې پخپله په هېواد کې تولیديږي، نو هم به ګڼو نورو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او هم به یې تولیدات ډیر شي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه تاندې څانګې


تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.