د نیمروز والي: د نیمروز د امنیه قومندان د وژنې په اړه به څیړنې وکړو

د نیمروز والي وایي، په هرات کې به د نیمروز د امنیه قومندان د وژنې په اړه څیړنې وکړي.

محمد سرور ثبات آزادۍ راډیو ته وویل چې، د نیمروز د امنیه قومندان حاجي موسی رسولي نن سهار د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې په بمي چاودنه کې ووژل شو:

( حاجي موسي رسولي له مخدره موادو سره د مبارزې په یوه سیمینار کې د ګډون لپآره کابل ته تللی و چې وروسته بیا هرات او له هغه ځای نه نیمروز ته روان وو چې د هرات په ادرسکن ولسوالی کې یې موټر پر ماین برابر شو او ووژل شو)

ددې پيښې مسئولیت تر اوسه کومې ډلي ندی منلی.