اوشاڅکس: په افغانستان کې لا هم له بشري حقونو سرغړنې کیږي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى "ويګاډاس اوشاڅکس" وايي؛ په افغانستان کې لا هم له بشري حقونو سرغړونې کېږي.

ده وويل دغه سرغړونې د ټولنې د اسيب پذيره، په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو کېږي.

اوشاڅکس چې پرون يې په کابل کې د بشري حقونو اوونۍ پرانيستله، له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، د اروپايي ټولنې ٢٧ غړي هېوادونه په افغانستان کې د ښځو له حقونو د سرغړونو راپورونو ته ځانګړې پاملرنه کوي:

”موږ د هغو پرله پسې معلوماتو د ترلاسه کولو له کبله ډېر اندېښمن يو، چې له مخې يې په افغانستان کې ښځې هدف ګرځېدلي دي“

د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړيواله ورځ ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ويلي، په افغانستان کې د تېرو درېيو لسيزو جګړو له کبله په مليونو کسان وژل شوي، ورک يا ټپيان شوي، په اجباري ډول مهاجرت او بېځايه کېدو ته اړ شوي، خپل ملکيتونه او کورونه يې له لاسه ورکړي، دغه راز په پراخه پيمانه يې له بشري حقونو سرغړونې شوې دي.