ماين پاکونکي ځوانان

افغانستان د نړۍ هغه هېواد دی، چې ځمکه یې ډير مایونه لري.

دغو ماینونو ګڼ کسان نیمګړي نیمه خوا کړي، د چا له ښایسته څېرې یې سترګې ایستلي، له چا یې لاسونه او پښې پرې کړي او د چا خو یې هماغه قدم د ژوند وروستی قدم کړی، چې په ماین وربرابر شوي.

خو ګڼ داسې ځوانان شته، چې نور نه غواړي څوک بې لاسه او بې پښو شي یا ووژل شي. دوی ماين پاکي زده کوي، ماینونه له منځه وړي او پر ځای یې نیالګي کینوي.

د مرنجان غونډۍ لمن هم یو وخت ماینونه لرل، خو اوس دا سیمه ايم ډي سي موسسې داسې پاکه کړې، چې د ماینونو پر ځای په ونو بوټو شنه ښکاري.

ايم ډي سي د ماین پاکۍ داسې یوه موسسه ده، چې هم ځوانان ماین پاکۍ ته روزي او هم ماین لرونکي سیمې پاکوي، د دې موسسې په اړه د نوموړې موسسې د عملیاتو مسول شاه ولي ایوبي وايي، چې له دوی سره نږدې ۱۵ سوه ځوانان په کار بوخت دي.

يو هډور ځوان، چې اسماني رنګ زغره یې اغوستې وه، یوه فولادي خولۍ یې هم په سر وه، دی حبیب الله نومیده، له یادې موسسې سره له تېرو ۲۱ کلونو راهيسې کار کوي، وايي هغه وخت مې تازه شونډه خړه شوې وه، خو اوس هم ځوان دی، دی اوس د روزونکي درجې ته رسیدلی، دی وايي، چې لومړی یو ځوان ته د ماین پلټونکي سپي روزل ورزده کوو له هغه وروسته یې ساحې ته د کار لپاره لیږو.

تاج محمد هغه ځوان دی، چې له ډیرې مودې راهيسې ماین پاکي کوي، دی وايي، هغه څه چې روزونکي ورښودلي، په ساحه کې یې ټکي په ټکي په پام کې نيسي او د ماين پېدا کولو لپاره لومړی له روزل شوي سپي کار اخلي، وروسته له ماین پلټونکو ماشينونو او کله یې چې ماين پيدا کړ، نو یو څه برخه یې په ډیر پام رابرسېره کوي او چاودوي یې.

کله کله یوه وړه تېروتنه هم نه جبرانیدونکې ثابتېدلی شي، بسم الله همداسې یوه تېروتنه کړې وه، یو څو شیبې یې بې غوري کړې وه، خو که د روزونکي لارښوونې یې له پامه نه وای غورځولې، اوس به یې دواړه سترګې خپلې وې، د یوې سترګې تشه به یې په یوه مصنوعي غمي نه وه ډکه، هغه روزونکي منع کړی و، چې د باد او توپان پر مهال به کار نه کوي، خو هغه دا خبره له پامه غورځولې وه، هماغه و، چې ماين پسې وچاودید او خپله یوه سترګه یې له لاسه ورکړه.

سمه ده، چې ماین پاکي یو بې خطره کار نه دی، خو روزونکی حبيب الله ځوانانو ته ډاډ ورکوي او وايي، چې که چېرې یو ځوان د ماین پاکۍ محافظتي شیان وکاروي، او د خپل روزونکي خبرې په پام کې ونيسي، نو تر ډيره بریده له زیانه ځان ساتلی شي.

انسان په یو ورک شوي څيز پسې ډیر خفه کیږي، خو چې ناڅاپه په لاس ورشي، بیا یې نو د خوشالۍ انتها نه وي، تاج محمد هم وايي، چې کله په ساحه کې یو ماین پيدا کړو له خوشالۍ اغوستي کالي راباندې تنګ شي، لکه یو ورک شی مو چې پيدا کړی وي، دی خپل کار هم دنیاوي او هم اخروي ګټه ګڼي.

احمد خطاب د کونړ اوسیدونکی دی، دی هم وايي، چې کله یو ماین له منځه یوسو، نو فکر کوو، چې د انسان دښمن مو له منځه یووړ، دی له خپله کاره ډیر خوښ دی.

فضل کریم وايي، یوه سیمه چې پخوا خړه سپيره دښته وه، خو څو کاله وروسته په باغونو اوښتې وه، دی وايي، دا زموږ د زحمتونو ثمره وه، که موږ له هغې ساحې ماینونه نه وای ایستلي، نو داسې به نه وه لکه اوس.

دی وايي، اوس چې یو ماين هم له منځه یوسم، نو فکر کوم، لس شل هغسې انسانان مې له مرګه وژغورل، چې د خوست په ګوربزو ولسوالۍ کې ماین ټوټه ټوټه کړل.

یو په ونه دنګ ځوان، چې فولادي خولۍ يې په سر وه، داسې ښکاریده، لکه د پخوانیو جنګونو سپه سالار، چې زغره او خول به یې پر سر و، هغه یو سپی له ځنځیره نیولی و، سپي ژبه رایستلې وه او شاه و خوا سیمه یې بویوله، دغه ځوان مولاجان نومیده، له ايم ډي سي موسسې سره یې په بېلا بیلو برخو کې کار کړی و، دی وايي، سپي له موږ سره د ماینونو په پيدا کولو کې مرسته کوي، خو که کله ووژل شي، نو سخت پرې خفه کیږو.

خو څه وايي، چې د یو څه لاس ته راوړلو لپاره یو څه باید له لاسه ور هم کړې، یا په بل ډول، چې ګټه په تاوان کیږي... هغه سپی چې ماین پیدا کړي یوه جایزه هم ورکول کیږي.

د نوموړې موسسې د عملیاتو مسول شاه ولي ایوبي وايي، چې تر اوسه د دوی موسسې ۲۳۵ کلیومتر مربع یاني ۲۳۵ میلیون متر مربع سیمه له ماينونو پاکه کړې او ۵۵۰ کیلو متر مربع سیمه لا هم ماينونه لري.

دی وايي، د ماين پاکۍ تر څنګ د ماينونو د خطرونو په اړه د خلکو د پوهاوي لپاره هم ځیني پروګرامونه لري.

په دې وروستیو کې په بیلا بیلو ډګرونو کې د افغانو ځوانانو لاس ته راوړنې د پام وړ دي. مسعود حسني په هالنډ هېواد کې هغه مېشت ۱۴ کلن افغان ځوان دی، چې له اوسپنې او پلاستيک نه یې یوه داسې اله جوړه کړې، وړاندې له دې چې پخپله دا آله له منځه لاړه شي، څلور ماینونه له منځه وړي.

دا د ماینونو د له منځه وړلو پیاوړې او تر ټولو ارزانه آله د هوا (باد) په مرسته حرکت کوي.

مسعود حسني د هالنډ په یوه پوهنتون کې زده کړه کوي او خپله دا اختراع کړې آله یې هغو کسانو ته ډالۍ کړې، چې د خپل وجود غړي او یا یې ځانونه له لاسه ورکړي.

په دې هیله چې له ماینونو پاک افغانستان ولرو.

Your browser doesn’t support HTML5

د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه تاندې څانګې




چمتو کوونکی: نورګل شفق