هند نیول شوی وسله وال اجمل قصاب نن اعدام کړ

هند وايي، د ۲۰۰۸ کال د ممبي ښار د تروریستي بریدونو پر مهال یوازینۍ نیول شوی وسله وال اجمل قصاب يې نن اعدام کړ.

هندي مقاماتو ویلي، اجمل قصاب يې نن ممبي ته نزدې په پونا ښار کې په دار وځړاوه.

د هند د کورنیو چارو وزیر رومراو پتلي نن وویل:

"اجمل قصاب د بخښنې غوښتنه کړې وه، خو هغه رد شوه.

نن سهار د سیمه ييز وخت په اوو بجو او دیرشو دقیقو وسله وال اجمل قصاب اعدام او په دار وځړول شو.

دا زموږ هغو کسانو ته چې خپل ژوند یې په دې حمله کې له لاسه ورکړی یو ډول درناوی دی."

۲۴ کلن اجمل قصاب چې د پاکستان د پنجاب ایالت اوسیدونکی وو ،د ممبي په حملو کې خپل لاس لرل منلي وو او اعتراف يې کړی وو چې نوموړی د لشکر طیبه ډلې چې په پاکستان کې ده ،غړی دی.

د هند سترې محکمې په تیر اګسټ میاشت کې د قصاب د اعدام سزا تائید کړې وه.

پر ممبي ښار د ۲۰۰۸ کال په حملو کې چې ( ۱۶۶) یو سلو شپږ شپیته کسان په کې ووژل شوه ،لسو برید کونکو برخه اخستې وه چې ۹ يې ووژل شوه او لسم وسله وال اجمل قصاب د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.